ريچارډ هولبروك: د پاكستان د خپلواكۍ احترام كوو
افغانستان او پاكستان ته د امريكا ځانګړى استازى وايي امريكايي پوځ په پاكستان كي د عملياتو پلان نه لري.
ريچارډ هولبروك په اسلام آباد كي پاكستاني چارواكو ته د جمعې په ورځ ډاډ وركړ، چي امريكايي پوځيان به د پاكستان له اجازې پرته تر ډيورنډ كرښي په ها خوا قبايلي سيمو ته عمليات ونه غځوي.
ريچارډ هولبروك پرون په اسلام آباد كي د خپل درې ورځني سفر په وروستۍ ورځ خبريالانو ته وويل، په قبايلي سيمو كي به د القاعدې او طالبانو خلاف عمليات د پاكستان پوځ پر مخ وړي او امريكا د پاكستان د خپلواكۍ احترام كوي.
تر دې پخوا امريكايي رسنيو څو ځله داسي خبرونه خپاره كړي وو، چي ګني په افغانستان كي مېشت امريكايي پوځيان غواړي د خپلو عملياتو ساحه قبايلي سيمو ته هم وغځوي.
په قبايلي سيمو كي له تېر يوه كال راهيسي د بې پيلوټه الوتكو راكټي بريدونو او افغانستان ته د امريكا د نوي ولسمشر باراك اوباما د نورو پوځيانو لېږلو د پاكستاني مقاماتو اندېښنه نوره هم ډېره كړه، چي ګني امريكا به د پاكستان تر قلمرو لاندي سيمو ته هم پوځي عمليات وغځوي.