هره ورځ د مور ورځ ده
نن دجوزا دمیاشتی په ۲۴ نیټه ده کله چې سهار له کوره راروان شوم نو دموټر په راډیو کی دمور دورځې خبری کیدی بیا می دکابل هره ورځپاڼه چی ولیده همدا خبره کی مهمه وه لنډه داچې غږیزو او انځوریزو رسنیو ټولو په همدې هکله لیکلی وو اوښودل یی . بله خبر چی ننی رسنیو کی لیکل شوی وه هغه د افغانستان دپخوانی صدراعظم دزوی او سندرغاړی احمدظاهر دوژل کیدو کلیزه وه چی له بده مرغه دکابل یو شمېر رسنیو او له خپل دینی اصولو نه بی خبرو خلکو او رسنیو پری خبری کولی او دده سندری یی خپرولی .
عجیبه ده چی زموږ په اسلامی ملک کې بیاهم خلک په بدعتونو کی ډوب دی او په ناروواپسی ځی !
دمور ورځ که په دقیقه توګه وڅیړو لومړی ځل دامریکی په متحده ایالتونو کی رواج شوی اوپه ۱۹۰۵ زیدیز کال ددغه هیواد دوخت جمهور رییس دغه ورځ دیوه فرمان په ترڅ کې دامریکې دمور دملی ورځی په نامه یاد ه کړه چی بیا وروسته نورو لویدیزوالو او لویدیزپلو و خلکو له هغوی نه پیروی وکړه او داورځ دمور دورځی په نامه یادوی اوهغه لمانځی . زه نه وایم چی دمور درناوی دی نه کیږی او یاهم داچی میندو ته دی ډالۍ نه ورکول کیږی . خو اصلی خبر داده چی دمور لپاره دیوی ورځی اختصاص ورکول اصلا مور ته سپکاوی دی ځکه مور هغه موجود ده چی ددنیا په سر هرانسان ته په خپل نسب کې تری بل داحترام وړ کس نشته داسلام سپڅلی دین دموراوپلار په قدر دومره تاکید کړی چی ان جنت یی دهغوی ترپښو لاندی بللی دی دغه راز داسلام ستر پیغمبر دمور په احترام ان ترپلاه هم ډیر تاکید کړی دی نو بیا ولی یواځې مور ته یوه ورځ وټاکل شی . لویدیزوالو ځکه یوازی یوه ورځ ورته ټاکلی چی هغوی اصلا دمور احترام نه کوی اوهمدایوه ورځ یی هم چی په هغوی لورولی غټه توره یی کړی ځکه په هغو محیطونو کی چی ځوک ځوان شی بیا دمور اوپلار احترام نه ساتی اوتری بیلیږی او هغه وخت یی کله کله ګوری چی بیا کوم وخت ورپه یاد شی ، ځکه ورو سته تربلوغه دهغوی نږدی کس دهغوی په قول دهغو ډارلنګ وی نه مور اوپلار نو دایوه ورځ هم چی هغوی ورته ټاکلی په مور یی ډیر احسان کړی . مسلمان باید هره ورځ خپله مور یاد ه کړی که کولی شی هره ورځ ورته ډالۍ ورکړی اوکه مور یی مړه وی باید هره ورځ ورته دعاګانی وکړی اوهغه څه ترسره کړی چی دمور روح یی ښادیږی اوالله ج هم پری خوښیږی . نه داچې دبیګانه فرهنګ پیروی وکړی بلکې د خپل دین اوخپل فرهنګ پیروی وکړی.
بله خبر داحمدظاهر یادون چی هغه هم یو سندراغاړی وو او په ناروا کار یی شهرت ګټلی هغه هم ګناه ده او نه یواځی څان ته ګناه چی ددغه سندرغاړی په ګناهونو کې هم زیادت راولی ځکه په دی ورځ یی سندری ډیر خوریږی او وروسته له مړینی هغه عمل چی دخلکو د ذکر، عبادت اوکار وخت نیسی هم دخلکو په ګناهونو اوهم دنوموړی په ګناهونو کی زیادت راولی .
الله دی زموږ یو شمېر خلکو ته هدایت وکړی چی دادی وروسته له ستر جهادی بهیر نه چی زموږ په هیواد کی ترسره شوی بیاهم په نارواوو کی غرق دی .
په دینی عالمانو ، داعیانو او پوهانو لازمه ده چی دخلکو پام ددغو نارواوو نه بل لوری ته واړوی . سره له دی چی اوس له بده مرغه زموږ ډیر شیان له اصلی اسلامی چوکاټ نه وتلی لکه درسنیو خپرونی ، دښځو جامی ، دځوانانو بوختیاوی … خو لازمه ده چی ددی ټولو منکراتو په ضد ترخپلی وسی مبارزه وکړو .
داسمه ده چی زموږ په هیواد بهرنی بیلابیل یرغلونه شته خو باید دمخنیوی لپاره یی هم ټولی هغه مشروع لارونه کارواخستل شی چی زموږ په وس کی وی .