پښتونخوا: په پوځي علمياتو کي ١٤ ولسي کسان وژل سوي دي video

34 | جون 13th, 2009


په مومند ايجنسي کي د پاکستاني پوځي الوتکو د بمباريو له کبله د ١٨
وسله والو په ګډون ٣٢ کسان وژل سوي دي.

له سيمي څخه ورکړل سوي خبرونه وايي د پوځ په بمبارۍ کي ١٤ کسه ولسي
وګړي هم وژل سوي دي.

د پاکستان پوځي سرچينې وايي دغه بمباري د مومند ايجنسي په انبار،
صافي، خويي زي، دويزي او پنډيالي سيو کي سوې ده چي ١٨ وسله وال طالبان يې وژلي او د
هغوى مهم پټنځايونه يې له منځه وړي دي.



Copyright Larawbar 2007-2024