خوست : ٤٤پروژې گټي اخستني ته چمتو شوي

د لراوبر اداره | جون 13th, 2009


٤٤پروزي گټي اخستني ته چمتو شوي        ١٣٨٨/٣/٢٣



دکليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام (٤٤) پروژي پدي ورستيو کي دخوست په ولايت کي گټي اخستني ته چمتو شوي .


ددي ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخي پد ي پروژو کي استنادي ديوالونه ، دڅښاک داوبو د زيرمو جوړول ، دژورو او نيمه ژورو څاگانو کيندنه او په هغوباندي دلاسي بمبو نصبول ډبرښنا دتوليد شبکي دکاتالونو پخول ، د کاريزونو پاکول ، داوبورسولو دشبيکي غځول  او دښځو لپاره دخيا طي دکورسونو دايريدل شامل دي .


يادي شوي پروژي د خوست ولايت دمندوزيو ،موسي خيلو ،متون ، ځاځي ميدان ، نادرشاه کوټ ،لکن ،ټني (٢٧٨٤٧٠٠٠) افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو دونډي په شمول بشپړي چي له هغه څه دپاسه (٧١١٦) کورني ترينه گټه اخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024