هلمند : په نهرسراج سيمه کي نښتي پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

محمد هارون خپل شعشعي | جون 14th, 2009


دلښکرګاه او نهرسراج دمانده ترمنځ دپوليسو په يوه امنيتي پوسته باندي دوسلوالو طالبانو په بريد کي چي څو ساعته روانه وه دطالبانو په شمول پوليسو ته هم مرګ اوژوبله اوښتي ده
دهلمند والي وياند محمد داود احمد خبريالانو ته وويل دپوليسو په هغه امنيتي پوسته باندي چي دلښکرګاه او نهر سراج مانده ترمنځ پرته ده دوسلوالو طالبانو په بريد کي پنځه تنه طالبان وژل سوي او دوه ميله وسله يي دنښتي پرميدان پاته سوي ده چي د داود احمدي په خبره يو پوليس هم په دې نښته کي وژل سوى او دوه تنه نور يي ټپيان سوي دي
که څه هم داود احمدي وايي چي دپوليسو په امنيتي پوسته باندي طالبانو بريد کړى دى خو دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي دلښکرګاه نه نهرسراج ته تلونکي دپوليسو کاروان ته يي کمين نيولي دي چي له امله يي په دري ساعته روان نښته کي يو لس تنه پوليس وژلي او څلورتنه نور يي سخت ټپيان کړي دي
قاري يوسف احمدي زياته کړه چي دکمين په ميدان کي دپوليسو اوه ميله وسله هم په لاس ورغلي ده
قاري يويسف وايي دپوليسو يو شمير مړي هم په ميدان کي پاته دي چي دهلمند دولتي مسئولين داخبره نه مني وايي يوازي يو پوليس وژل سوي او دوه تنه ټپيان دي
دطالبانو وياند همداراز دګرشک دده ادم خان دسميي په اړه خبر ورکوي وايي چي تيره ورځ يي هلته دنښتي په ترڅ کي دري بهرني سرتيري وژلي دي خو دهلمند مسئولين دطالبانو دوياند دغه خبره بي بنسټه بولي
په هلمند کي ددغه سختونښو او مرګ ژوبلو خبر په داسي وخت کي اخستل کيږي چي دراتلونکو جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو له پاره دټاکنو دکمپاين له پاره يوازي سباورځ پاته ده ،کانديدان او خلګ دامنيتي داډول حالت نه شکايت کوي

Copyright Larawbar 2007-2024