وزيرستان: د امريکا په حمله کي پنځه وسله وال وژل سوي دي

34 | جون 14th, 2009


 

د جنوبي وزيرستان د لدها په سيمه کي د امريکايي الوتکو له خوا د ميزايل حملې په وسيله پنځه وسله وال کسان وژل سوي دي.

له سيمي څخه ورکړل سوي خبرونه وايي دغه حمله د امريکايي الوتکو له خوا د وسله والو پر دوو موټرو سوې چي ښايي د مرګ ژوبلي کچه تر دې هم لوړه وي.

د پاکستان حکومت ظاهراً د امريکا له دغسي بريدونو سره مخالفت ښيي او د نه تکرار غوښتنه ځني کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024