امريکا: د اېران پر انتخاباتو شکمن يو

34 | جون 15th, 2009


د اېران د جمهوري رياست پر انتخاباتو د امريکا په ګډون ځينو لوېديځو هيوادونو خپلي اندېښنې ښودلي دي.

د اېران د جمهوري رياست د ١٠ مي دورې انتخابات چي د جمعې په ورځ ترسره سول اوسني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ٦٣ فيصده رايو په ګټلو خپل سيال کانديد ميرحسين موسوي ته ماته ورکړه.

ميرحسين موسوي د احمدي نژاد پر حکومت تور لګوي چي په انتخاباتو کي يې درغلي کړې ده او له خپلو پلويانو څخه يې غوښتي چي پرله پسې مظاهرې وکړي او انتخابات منحل اعلان کړي.

د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن وويل واشګنټن د اېران انتخاباتو ته اندېښمن دئ، ځکه چي پايلي يې منصفانه او شفافي نه دي.

جوبايډن په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل د محمود احمدي نژاد برياليتوب امريکا مشکوکه کړې ده او ښايي په انتخاباتو کي ټګي برګي سوې وي، خو امريکا او لوېديځ هيوادونه به تر څېړونو وروسته په دې باب خپل تصميم ونيسي.

بلي خواته د المان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر وايي د ميرحسين موسوي پر پلويانو چي د انتخاباتو نتايج نه مني، د حکومت زورزياتى د غندلو وړ دئ او په دې موخه يې په المان کي د اېران سفير د بهرنيو چارو وزارت ته بللى دئ.

پر امريکا او جرمني سربېره ډېرو غربي هيوادونو پر اېران ږغ کړئ چي د انتخاباتو د نتايجو په باب راپورته سوي شخړي جدي ونيسي او په دې باب منتقدينو ته وضاحت ورکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024