کور / خبرتیا او پيغامونه / ( زه بدلمنې نه يم! ) ناول چاپ شو

( زه بدلمنې نه يم! ) ناول چاپ شو

دا هغه دردوونکى ناول دى، چي څو لسيزې وړاندې د ګوتنبرګ مطبوعاتي مرکز له خوا په پارسي ژبه په جېبي کچه خپور شوى و، چې اوس د پښتو ژبې تکړه ليکوال او ژورناليست صالح محمدصالح پښتو ته په روانه ژبه را ژباړلى دى.


دغه ناول چي ٣٠٨مخونه لري، د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر، په کوټه کې د صحاف نشراتي موسسې له خوا خپور سوى دى. د ژباړونکي په وينا- د دې ناول د پارسي متن د کتاب پر پښتۍ د اصلي ليکوال نوم نه دى څرګند، له دې کبله پر ژباړه هم د ليکوال نوم نه دى راغلى، په دې ناول کې د يوې ښځې ژوند انځور شوى دى، چي څنګه د هغې پر عزت او ناموس باندې تېرى کېږي.


ښاغلي صالح محمد صالح لانديني څورلس کتابونه نور هم ليکلي او ژباړلي دي، چي له همدې ژباړلي ناول سره يې د ليکلو او ژباړلو کتابونو شمېر پينځلسو ته ورسېد:


 
ليکنې:
۱. د ارغند د څپو ژبه- د لوى كندهار د شاعرانو تذكره،(لومړى ټوك)، خپروونکى: پښتو يون ټولنه، ۱۳۸۰ ل كال، پسرلى. 
٢. د ارغند د څپو ژبه- د لوى كندهار د شاعرانو تذكره، (دويم ټوك)، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ ل كال. 
٣. پښتو او د ژباړې اړتيا: خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۳ل كال. 
 
ژباړې:
٤. د افشاري استبدادونو پرضد د افغانانو پاڅونونه (تاريخي کتاب- ژباړه) ليكوال: محمد اعظم سيستانى، ۱۳۸۰ ل كال، خپروونكې: صحاف نشراتي موسسه.
٥. پاڼه ورژېده (ناول- ژباړه) خپروونكې: پښتو يون او دانش خپرندويه ټولنه، ليكوال: ربېع انصاري، ۱۳۸۱ل كال. 
٦. اروايي روغتيا(ارواپوهنه- ژباړه) ليکوالان: هاري او بونارواوراسټريټ، خپروونكې: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸٢ ل كال. 
٧. ولې ځورېږو؟ (ارواپوهنه- ژباړه) ليکوال: عبدالمجيد رشيدپور، خپروونكې: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸٢ ل كال. 
٨. تالنده (ناول- ژباړه) خپروونكې: نارنج خپرندويه ټولنه، ليكوال: محمد حجازي، ۱۳۸۲ ل كال. 
٩. مديريت او مشرتوب: (ژباړه)، ليكوالان: مريلين منينګ او پاتريشا هداك، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ل كال. 
١٠. داستان څه دى او څنګه ليكل كېږي؟ (تيوري- ژباړه)، ليكوال: جواد نعيمي، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ ل كال. 
۱١. د دوستۍ ارواپوهنه: (ژباړه) ليكوال، ډاكټر ډان ګابر، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۳ ل كال. 
۱۲. يو بوډا مري: (نړيوالې كيسې- ژباړه) خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ل كال. 
۱۳. له ځان سره داسې مينه وكړه: (ارواپوهنه- ژباړه) ليكوال: ډاكټر ګي هندريكز، خپروونکې: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۳ل كال. 
۱۴. د كندهار پاڅون او د ايران صفوي دولت ړنګېدل: (تاريخي اثر- ژباړه) ليكوال: كانديد اكاډميسين محمد اعظم سيستاني، خپروونكې: د افغانستان د كلتوري ودې ټولنه- جرمني، ۱۲۸۴ ل كال.


او پنځلسم همدا اثر