کونړ: ۱۹ تنه ولسي خلک مړه او ژوبل شول

جان محمد مهربان | جون 21st, 2009


تېرمازيګر د کونړ په پېچ دره کې د وسله والو طالبانو او ناټو ځواکونو تر منځ نښته شوې چې د دواړو غاړو په ډزو کې ۱۹ تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي . په ختيزو ولايتونو کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي مرکز وايي دا نه ده څرګنده چې ولسي خلک د چا په ډزو وژل شوي خو وايي چې يوه مرمۍ پر يو کور لګېدلې دوه مېرمنې او يو ماشوم يې وژلي او ۱۶ تنه نور يې ټپيان کړي دي. طالبانو  تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024