اروزګان: پنځه تنه هالنډي عسکر ژوبل سوي دي

د لراوبر اداره | جون 27th, 2009


د هالنډ د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره منلې ده چي د دوی پنځه تنه سرتيري د سړک غاړي بم له امله ټپيان سوي دي .


د نوموړو سرتيرو ګاډی نن د شنبې په ورځ مازيګر څلور بجې مهال د دهراوود اولسوالۍ په مربوطاتو کښي د سړک د غاړي پر يو ځای پر ځای کړل سوي بم ور برابر سوئ او ژوبل سوي سرتيري په اروزګان کښي ددوی نظامي روغتون ته انتقال کړل سوي دي .


د بريد پړه لا تراوسه کومي غاړي پر غاړه نده اخيستې خو په سيمه کښي وسلوال طالبان ورته بريدونه ترسره کوي .


د هالنډ د دفاع وزارت د ژوبلو سويو سرتيرو کورنيو ته هم د پيښي په اړه خبرتيا او ډاډګېرنه څرګنده کړې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024