په تاريخ او اوسني وخت کښي جګ ترینه خلګ

مختار احمد احسان | جولای 13th, 2009


اووه ویشت کلن چينايي ژاو لیانګ چي قد يې ۲،۴۶ متره دئ” د نړۍ تر ټولو جګترین شخص ” نوم خپل کړ . د نوموړي جګوالي ته هغه وخت پام واوښت کله چي نوموړی  د تاینجین نومي  روغتون کښي د خپلي چپې پښې عملیات کاوه.


د ډاکټرانو په وینا نوموړی ۲،۴۶ متره ( 8.07 فوټه ) جګوالی لري چي د باو کسایشن (يو بل جګ کس) د جګوالي د اندازې څخه ۱۰ سانتي متره (3.9 انچه) جګ دئ .باو کسایشن هم د نړۍ ترټولو جګترین شخص وو چي 2.36 متره (7.9 فوټه) قد لري خو د اوس دپاره د باوکسايشن پر ځای ژاو لیانګ نور د نړۍ تر ټولو جګترین شخص بلل کيږي .


ژاو لیانګ چي کسب یې د باسکټ بال بازي ده؛د چین د حېنان په ولایت کښي ژوند کوي. د ژاو لیانګ مور او پلار هم ډېر جګ دي چي پلار يې 1.8 متره (5.9 فوټه) او مور یې 1.68 متره (5.5 فوټه) جګوالی لري .
د ژاو لیانګ مور  وانګ کایون  وايي چي د ژاو لیانګ په واده، وظيفه او صحت يې سخته خوا بده ده، خو ډاکټرانو د ژاو لیانګ د چپې پښې عملیات د ژاو لیانګ د صحت لپاره یوه کامیابي بللې او وايي چي د اندېښنې وړ خبره نده. همدارنګه آغلې ډاکټره لایو وايي چي ژاو لیانګ اوس ښه صحت لري او زياتوي چي دوی دده د قد په اړه کوم شکايت نه لري .


هېره دي نه وي چي د نړۍ په تاریخ کښي ترټولو جګترين شخص روبرټ واډلو (۱۹۱۸ ميلادي څخه تر ۱۹۴۰ میلادي پوري) وو چي ۸ فوټه او 11.1 انچه قد يې درلودئ .



 


ژاو ليانګ (د ۲۱مي پېړۍ ترټولو جګ انسان).









 باو کسایشن (د ۲۱ مي پېړۍ ۲ جګ انسان) :



 



worlds-tallest-man.jpg image by zapricorn2000



روبرټ واډلو(په تاریخ کښي تر ټولو جګ ترینه انسان) :



 



 

Copyright Larawbar 2007-2024