جرمني:د ارواښاد استاد اسد اسمايي د فاتحې خبرتيا
تېره اونۍ د جولای په اتمه نېټه زموږ افغان نابغه فیلسوف استاد اســد اسمايي په فرانســه کې د ناڅاپي مړینې له کبله په حق ورسېد دمحترم استاد جنازه دجولای په لســمه نېټه په فرانســــــه کې خاورو ته وسپارله شوه .
دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو د کولتوري ټولنې غړو وپتېیله چې دخپل ګـران اوافغــان فیلسـوف فاتحه د مونشن ښار په نوي اســلامي مرکز کې واخلي .
موږ له درنوهیوادوالـوڅخه په ډېر درناوي سره هیله کوو چې دجولای په ۱۷مه نېټه دجمعې په مباره که ورځ دماسپښین له دوو بجوڅخه تر دریو بجو پورې په لاندې پتــــه تشریف راوړي .
پتـــــــــــــــــــــــه : Strasse 10 Machtlfinger
80379 – München Ubahn 3
دمختل فِنګ سیمه چې دمونشن ښارپه سهیل کې پرته ده
نېټـــه : ۱۷ـ۰۷ـ۲۰۰۹ دجمعې مباره که ورځ د ماسپښین له دوو بجو څخه تر دریو بجو پورې . دلازیاتو مالوماتو دترلاسه کولو لپاره په لاندې تیلیفوني شمېره اړیکې نیولای شئ .
دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانوکولتوري ټولنـــــــــــه ۰۰۴۹۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸

افغان ليکوال او فيلسوف استاد اسد اسماييد ۲۰۰۹ کال د جولای پر اتمه نېټه له نړۍ څخه وکوچېد.
استاد آسمايي چي يو وخت د کابل پوهنتون د فلسفې استاد وو او په سلګونو شاګردان يې روزلي وو، په فرانسه کي وفات سوئ دئ.
افغان ليکوال او ژورناليست علم ګل سحر چي په کابل پوهنتون کي د استاد اسمايي شاګرد وو، لر او بر ته د نوموړي د مړيني خبر ورکړ او د هغه مړينه يې د هيواد د ادبياتو او فلسفې په لاره کي يوه ستره ضايعه وبلله.
د لر او بر اداره د استاد اسمايي پر مړېنه د هغه له کورنۍ او ټولو افغانانو سره خواخوږي څرګندوني او ارواښاد ته د لوى خداى (ج) له درباره فردوس جنت غواړي.