د لوړو زده كړو لومړنى وزير پوهاند محبي وفات شو
دسردارمحمد داؤود خان دجمهوريت پرمهال دلوړوزده كړو لومړنى او پخوانى وزير، دكابل پوهنتون لومړنى رئيس او دكابل پوليتخنيك پوهنتون استاد الحاج پوهاند دوكتور غلام صديق محبي نن ګل (دوشنبې) دغبرګولي په دوه ويشتمه نېټه غرمه مهال ۱۲بجې دپېښور په الرحمن مېډېكل سنټر كې په حق رسېدلى دى .
انالله وانا اليه راجعون
په پام كې دى چې دمرحوم الحاج پوهاند دوكتور غلام صديق محبي جنازه نن له پېښور څخه كابل ته راولېږدول شي اوترهغه وروسته دده په پلرني ټاټوبي دغزني ولايت دانډرپه ولسوالۍ كې خاوروته وسپارل شي.
د لراوبر افغانستان ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي د ارواښاد استاد پوهاند ډاکټر غلام صديق محبي په مړينه د ژوري خواشينۍ څرګندونه کوي او له لويه خدايه نوموړي ته د بخښني او کورنۍ ته يې د لوی صبر دعا کوي .
د غلام صديق محبي دمړينې له امله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمرازۍ پيغام
دلوی او نياومن خدای په نامه
د افغانستان کلتوري ودې ټولنې مشرتابه جرګه ګۍ، دسردارمحمد داؤد خان دجمهوريت پرمهال دلوړوزده كړو لومړني او پخواني وزير، دكابل پوهنتون لومړنى رئيس او دكابل پوليتخنيك پوهنتون استاد الحاج پوهاند دوكتور غلام صديق محبي ، د مړينې له امله دده کورنۍ ، دوستانو او د علم اوفرهنګ مينه والو سره غمرازي کوي او د نوموړي روح ته دعا کوي .
انالله وانا اليه راجعون
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې پتيلې وه ، چې ارواښاد محبي صيب به هغه سيمينار ته دمقالې لوستلو لپاره رابولي ، چې د اکټوبر په مياشت کې د شهيد محمدداؤد خان په هکله جوړيدونکی دی لېکن له بده مرغه ، چې زموږ دغه ارمان نيمګړی پاتې شو .
ارواښاد غلام صديق محبي ډېر کلونه د افغانستان د معارف او دپوهې د رڼا د خپريدو لپاره مشال په ﻻس درلود تر هغه ، چې ژوند ده ته مهلت ورکړی .
روح دې ښاد وي
امين يارب العالمين
دافغانستان د کلتوري ودې ټولنه -جرمني