کندهار: په حامد کرزي پسې چاودنه وشوه

34 | جولای 13th, 2009


همدا اوس له کندهار نه لر او بر ته رسېدلى تازه خبر وايي چې په دغه ښار کې چې ولسمشر کرزى کابل ته را ستون شو، د هغه تر شا يوه درنه چاونه وشوه..


چاودنه د ډنډ په ولسوالي کې د پوځيانو يوه مرکز ته نژدې شوې، چې چارواکي وايي له امله يې څلور پوځيان ټپيان شوي دي.


بلې خواته د کندهار د قول اردو قومندان جنرال شيرمحمدځاځى وايي دغه حمله څلورو وسله والو طالبانو کړې چې يوه خپل ځان الوزولى او نور قرارګاه ته د ننوتو په هڅه کې ووژل شول.


ډنډ د کندهار ښار په جنوبي لمن کې پرته ولسوالي ده چې له تېر يوه کال راهيسې دا دريم ځانمرګى بريد دى چې پکې ترسره کېږي.


د کندهار چاودنه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې نن دغه ولايت ته ولسمشر حامد کرزي هم د خپل کمپاين د لړۍ لومړنى ولايتي سفر کړى و.


د رپوټولو له مخې ولسمشر کرزى نن ماځيګر د کندهار له يو شمېر قومي مشرانو سره تر ليدنې وروسته بيرته کابل ته راستون شو.

Copyright Larawbar 2007-2024