غزل

36 | جولای 14th, 2009


  يوار   که  بې علمه  بې  هنره  سترګي  نه  لري 
 بيا نو  پښتانه  خواران  اکثره  سترګي  نه  لري


ښکلي     په ډبرو  مئين  ولي  عادت  سوي  دي
دې ته  فکر  نه  کړي  چي ډبره سترګي نه لري


زه    دليلا  زلفو  ته   لاسونه   ځکه  نه  وروړم
دا هغه  ماران  دي چي  له سره  سترګي  نه لري


ته چي  دچا مل ئې  که ړانده  وي منزل  ومومي
ته چي  له چا  ورک  ئې مقدره  سترګې  نه لري


ياروائي دا خيال کړه ما رسوا نه کړې خو زه وايم
مينه داسي  شئ دئ  دزړه  سره سترګي  نه  لري


بخته نوره پوهه  که ئې هرڅو غرونه غرونه وي
وي چي له خپل  کاره  ناخبره   سترګي   نه  لري

Copyright Larawbar 2007-2024