فراه : د سړک د غاړي بم ۱۱ ملکي وګړي ووژل
په فراه ولايت کي د سپرليو يوموټر د سړک د غاړي پر يوه بم ور برابر سو او ۱۱ تنه سپرلي يې ووژل سوه ، د فراه ولايت چارواکي پېښه تائيدوي او پړه يې پر طالبانو ور اړوي ، طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي ، دوه ورځي مخکي دې ته ورته پېښه هغه مهال رامنځته سوه کله چي په سپين بولدک ولسوالي کي يو د سپرليو موټر د سړک د غاړي بم والوزاوه ، په هغه پېښه کي هم ۱۱ تنه عام وګړي ووژل سوه چي تر پنځو زيات يې ښځي او ماشومان وو .