يوسفزي لا کوم مشر نلري !
د ټاکنيزو خبرونو په ترڅ کې مو واورېدل چې د نورو درنو پښتنو خېلونوتر څنګ د يو سفزيو د درانه ټبر يوشمېر ښاغليو هم دخپل قوم ملاتړ د ځينو نوماندانو په ننګه او ګټه اعلان کړ!
که څه هم د پښتنو ژوند،ستونزې او برياوې په بنسټيز ډول لاتر اوسه په خېل او ځېل (ريښه) څرخي ٠ او د تاريخ په اوږدو کې د همدغو خېلونو پرېکړو د ګران هېواد او د خپل مېړني ولس برخليک پخپله ټاکلی ٠ يعنې د خېل او ځېل په چوکاټ او غورځنګ کې يې د هېواد ساتنې او پتپالنې تر ټولو ستر رسالت تر سره کړی دی٠
په ګران هېواد کې له پېړيو ،پېړيو راهيسې ، د هر ټبر نرخ او دود او همدا ډول دجغرافيي له پلوه د هر خېل، زي او ټبر ، سيمه ، ولسوالي او ولايات معلوم دي٠
کله چې په (١٤٨٠-١٤٩٠)کالونو کې ميرزا الغ بيک د کندهار د ارغستان د غوړې مرغۍ د سيمې نه کابل ته د را لېږدېدليو مقتدرو يوسفزيو (٩٠٠) تنه مشران د يوې لوې مليمستيا په ترڅ کې له تېغه تېر کړل ، نو له هماغې ورځې دغه لوی او وياړلی ټبر لکه شکېدلی امېل خورور او دانه وانه شو٠ چې تر ننه يې بيا د اوسني ګران افغانستان د کومې څنډې نه د يو لوی ټبر چې خپله تيږه او نرخ ولري سر راپورته نه کړ٠
اوس مهال چې کوم يوسفزي په ټوليز ډول من حيث قوم د خپلې ځمکې ،سيمې ،جغرافيي ،نرخ ،نوا او د خپل واک او اختيار خاوندان دي يوازې د لرې پښتونخوا په سوات،دير،منګوره،ملګنډ او باجوړ کې مېشت يوسفزي دي ، چې من حيث قوم دخپل برخليک په اړه د نورو قومونو په څېر پرېکړې کولای شي٠
کومه پلټنه او څېړنه چې دنوموړې ټبر دځای ،ځايګي په اړه د څو کالو په ترڅ کې ما (اټک) تر سره کړی ،پرته د بادغيس له (جوند)د هرات، غور او د لوګر له (څرخ) نه بله داسې ولسوالي او ولايت ما ونه موند چې دغه وياړلی ټبر دې پکې من حيث يو قوم ،قومي شتون ولري٠
زه اوس نه پوهېږم چې زما دغه وياړلي قوم دا ننني مشران له کومې راپيدا کړل ، چې د يوې سيمې او ولسوالۍ نه د سلګونو او زرګونو يوسفزيو په استازيتوب له يوه نومانده خپل ملاتړ اعلانوي٠
د ديموکراسۍ د بنسټونو له مخې هر سړی حق لري چې خپله رايه د خپلې خوښې نوماند او کانديد ته ورکړی٠ مګر دا حق هيڅوک نلري چې د بل په رايه خپله چاره او تجارت وکړي٠
زموږ مېړنی ولس چې له بده مرغه اتيا په سلو(80%) کې لا هم نالوستی او پټې سترګې دی ، نه ښايي چې په قومي ننګونو او تغافل کې رايسار کړای شي٠ چې په پايله کې يې په اصطلاح د قومي مشر په خوښه او اراده داسې يوه ناوړه او نا اهله منتخبه اداره رامنځ ته شي ، چې نه به پخپله د واکمنۍ وړتيا ولري او نه به يې پدغو باريکو شېبو کې ولس د بيا زغم تاب ولري٠
زه له ټولو قومي سټو هيله کوم چې د خپل ځان او يا لږ تر لږه دې د خپلې کورنۍ په استازيتوب معاملې وکړي نه ده ټول ټبر په استازيتوب٠