د بم چاودني اووه ماين پاکان سخت زخميان کړل

34 | جولای 25th, 2009


 

د پښتونخوا په کوهاټ ښار کي اووه تنه ماين پاکان هغه وخت سخټ ټپيان سول چي په يوه ځاى کي کشف سوئ ماين يې خنثى کاوه.

پوليس وايي دغه ماين د کوز بنډي په سيمه کي ښخ سوئ وو چي د خلګو له خوا يې دوى ته راپور ورسېد او کله چي يې ماين پاکان ورته راوستل، يوه ناڅاپي چاودنه وسوه اووه کسان چي د ماين په له منځه وړلو لګياوو سخت ټپيان سول.

د پېښي مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او پوليس وايي په دې اړه تحقيقات شروع کړي دي.

بلي خواته د روغتون ډاکټرانو له اوو ټپيانو څخه د څلورو کسانو حالت نازک او صحي وضعيت غير ډاډمن په ګوته کړئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024