پښتون
سړي غټه لونګی تړلې وه، راغی، زما تر څنګ کېناست، د وليو په مينځ کې يې سوک راکړ، په خوند يې وويل:
_غواړم يوه برجوره کلاه جوړ ه کم، ته ونيسه! يوه ښه نخشه ( نقشه ) خو راته وليکه!
هغه ته مې وکتل، خوشاله و، پر اوږده سره کړې ږيره يې شنه نصوار پراته ول، څيره يې خړه ښکاريدله، ورو مې وويل:
_خيرو کاکا! نقشه د منډې خبره نه ده، څو ورځي وخت راکه!
ده برګ راته وکتل، يودم يې وخندل، مخکيني غاښونه يې وتلي ول، په لوړ غږ يې وويل:
_ياره انجنيره مرداره دي کړه، نخشه به څه وي، کار به يې څه وي، کاغذ او قلم درواخله، يو څو ليکې وليکه ! بس ! دا يي هم نخشه!
چاره نه وه، ومې ويل:
_سبا ته يې وغواړه!
سړی له خندا شين شو، ښه شيبه يې بې غاښو خوله وازه وه، وروسته يې په خوند وويل:
_ ايله دې نره خبره وکړه! خو ګوره! د زورورې کلاه نخشه به راته ليکې، څلور برجه دې هير نه شي، ټول برجونه بايد مورچې ولري، په مصرف پسې يې مه ګرځه! کلکې مورچې، داسي چې د راکټ ګولۍ يې هم ونه خوري.
په حيرانی مې وويل:
_ته خو بدي دار نه يې، ارام ژوند لرې! نو مورچې څه کوې؟
په زوټه يې وخندل:
_ای ساده ګله! عقل دي خام دی، تل د راتلونکي غم کوه!
دی روان شو، ماته د يوه هزاره بوډا څيره په ذهن کې راتيره شوه، دی موچي و، د بيګاه يې نه لرل، خو کله چې يې د خټو کور جوړاوه، لومړی يې د ګراج ځای پريښود، ما يې علت وپوښت ، ده راته وويل:
(( هی هی انجنير صاحب! خدا کلانه! ميشه کې صاحب يک موتر شويم. ))
پای