د انتخاباتو دوهم پړاو؟

د لراوبر اداره | اگست 1st, 2009


د انتخاباتو دوهم پړاو؟

غربي مطبوعات په زياتېدونکې توگه  په افغانستان کي د جمهوري رياست د انتخاباتو د دوهم پړاو  په اړه خبري کوي.  په اغلب گومان به انتخابات دوهم پړاو ولري ځکه په لمړۍ مرحلې کي به رايي پر څو کانديدانو باندي تقسيم سي، او هيڅ کانديد به ټاکلې فيصدي برابره نکړي.  البته، پدې شرط  چي ټول کانديدان تر انتخاباتو مخکي يو بل ته تېر نه سي.  خو په هرصورت، دمگړى د دوهم پړاو احتمال ډېر قوي برېښي. 

بلخوا، زه  عقيده لرم چي  پدې انتخاباتو کي به د ښاري خلکو ونډه ډېره مهمه وي، ځکه له يوې خوا په لوى ښارونو کي لا اوس هم څه امنيت سته، د رايه اچولو لپاره څه امکانات سته،  او هم به د انتخاباتو د نظارت لپاره بين المللي څارونکي  حضور ولري.   بل پلو، په لويو ښارونو کي داسي خلک لا سته چي د انتخاباتو سره  څه علاقه لري اوغواړي  چي رايه ورکړي. يوازي په کابل کي د ځينو احصاییو په اساس درې –څلور ميلونه خلک ژوند کوي.  هرات، مزار شريف، جلال اباد، کندهار، او د څو نورو ښارونو نفوس د پخوا په پرتله څو برابره ډېر سوى دى.  ټول پوهنتونونه او مهم تعليمي تاسيسات په لويو ښارونو کي دي.  لنډه دا چي ګرده حکومتي دفترونه او ادارې هم ښه ښارونو کي دي. 

نو بنا، په انتخاباتو کي به د ځوان نسل او محصلينو ونډه او مسوليت خورا دروند وي. همدااوس لا په ځينو پوهنتونو کي د اشرف غني او نورو کانديدانو په ملاتړ غونډي او د کمپېن هلي ځلي رواني دي.  په ځينو مواردو کي افغان ځوانان د انتخاباتي مرکزونو پر شاوخوا متشکل کېږي.  که چيري همدا لړۍ د هېواد نورو پوهنتونونو، فرهنگي او اجتماعي محفلونو، د مېرمنو ټولنو، عالي او تخنيکي موسساتو، او لنډه دا چي د مدني ټولني نورو برخو ته وزغېږي، د حامد کرزي ماته سل په سل کي حتمي کېږي.  هغه همدااوس لا وارخطا او نامطمين دى او  له مناظرې او مخامخ خبرو څخه پټېږي.

مطلب مي دا دى چي په لويو ښارونو کي  منورين، استادان، ليکوالان، محصلين، معلمان، مامورين او د مدني ټولني اکثره ارگانونه سته.  ښاري  او باسواده خلک به په راتلونکي انتخاباتو کي محوري نقش ولوبوي.  هر کانديد چي دا خلک د ځان کړى انتخابات گټي، البته  پدې شرط چي انتخابات ازاد، شفاف، او منصفانه وي. 

غواړم چي پر يوه ټکي ټينگار وکړم او هغه دا چي د اگست د ٢٠ مي په انتخاباتو کي به ښايي افغان ځوانان او محصلين  مخکښ رول ولوبوي.   په لبنان، ايران، اندونيزيا، او حتى د امريکا په انتخاباتو کي  همدې نسل فعال نقش ولوباوه. د هېواد په سياسي ژوند کي د ځوانانو برخه او گډون حياتي اهميت لري.  په ځوان نسل کي د  سياسي شعور خورېدل،د گډ کار او همکاري روحيه ټينېگدل،  او د  اجمتاعي مسوليت احساس  غښتلي کېدل په  يوه  ملک  کي ثبات او پرمختگ تامينوي. دغه راز، د هغوى فعال گډون د مدني او سياسي جوړښت اډانې لا غښتلي کوي.  او په عين حال کي سياسي پروسې ته زوږ او ژوند ورکوي.    پدې  ګڼه کي د ټولو رپوټونو اجمال راغونډ سوى دى. 

د شيکاگو ټريبون اخبار د جولاي پر ٢٩ مي ليکي: شپږ اونۍ پخوا، حامد کرزى يوازنى کانديد ښکارېده، خو اوس د افغانستان انتخابات کرار کرار د يوې واقعي انتخاباتي مبارزې ترا کوي.  د حامد کرزي دواړه رقيبان د بدلون نارې وهي او د بدلون خبري پر خلکو ښه لگېږي، ځکه اکثره افغانان د اوسني حکومت څخه خواتوري او ستړي دي. 

په کابل کي، د متحده ايالاتو د سولي انستيتوت غړى او د انتخاباتو د چارو ماهر، جان ډمپسي، وايي،”يوه مياشت يا شپږ اونۍ پخوا، ما به ښايي ويلي واى چي نه بابا د دوهم پړاو هيڅ امکان نسته. مگر اوس داسي ښکاري چي مخالفان د يوه يا دوو کانديدانو پر شاوخوا راغونډېږي.  موږ ښايي ښه او خوندوره انتخاباتي مبارزه وگورو.”

د ډيموکرات د گوند وتلى ستراتيژست او د اشرف غني د کمپېن سلاکار جمېز کارويل وايي په افغانستان کي سمه سروې نده سوې او نمبرونه ټول غلط دي.  هغه د خپل باس د کاميابۍ په ارتباط ډېر خوشبين او هيلمن ښکاري.  هغه وايي، “په انتخاباتو کي به  زوږ او شور وي.”

ددې مبارزې يو مخکښ کانديد اشرف غني دي.  هغه په شرق او غرب کي ځان هوسا او اشنا احساسوي.  د هغه انگريزي پرفيکټ او پالش سوې ده.  هغه لس کلن اقتصادي پلان لري چي د ښځو له حقوقو څخه نيولې بيا د فقر او بېکارۍ تر ختمولو پوري پکي بيان سويدي.  هغه زياتره په افغاني جامو کي را وځي او د قبايلي مشرانو سره د هغوى په ژبه خبري کوي. 

اشرف غني وايي، ” بلې هو، زه د شرق او غرب توليد يم. هو کې، ما په غرب کي ژوند کړى دى، خو ما دغه راز په کليو کي هم ژوند کړى دى.”  هغه ٢٤ کاله په مهاجرت کي ژوند کړىدى.  ډاکټر غني اضافه کوي، ”  زما په ياد دي چي زما د نيکه کره به د کوچي مېلمنو سره په څونه عزت او درناوي چال چلند کېده.  زه خپل کلتور پېژنم.  زه پخپل دود او نرخ خبر يم.”  هغه د انتخاباتو په اړه مخکنۍ سروې ردوي، وايي، “افغانان ما يو جدي کانديد گڼي.  همدا اهميت لري او هر څه پر همدې موضوع راڅرخي.”

بلخوا، د گارډين ورځپاڼه د جولاي پر ٢٩ مي پخپله سرمقاله کي له افغانستان څخه د امريکايي او برتانوي عسکرو د راايستلو خبري کوي.  ورځپاڼه ليکي ښاغلي اوباما همدا اوس لا  له افغانستانه د راوتلو پر ستراتيژۍ باندي  فکر کړى دى.  په لندن او واشنگټن کي ، د طالبانو سره خبري کول مهم پلويان لري.  

گارډين ادامه ور کوي او ليکي پدې ستراتيژي کي حد اقل يوه لويه کمزوري سته.  هغه دا چي هر څه د کابل د حکومت او طالبانو پر خبرو راڅرخي. د همدې هدف لپاره  د اگسټ د مياشتي انتخابات حياتي اهميت لري. که چيري حامد کرزى بيا انتخاب سي، د هغه انتخاب به يو مهم سوال مطرح کړي: ايا د هغه حکومت به دننه په ملک کي دونه اعتبار ولري چي يوه سياسي روغه جوړه ټينگه کړي؟  زياتره افغانان ښايي د خپلو قومي او محلي مشرانو پر خلاف رايه ورکړي.  مگر که چيري حامد کزرى انتخابات وگټي، طالبان به د جنگ د دوام لپاره غښتلي دلایل ولري.  پدې صورت کي به واشنگټن په سخته مضيقه کي وي ځکه د کابل د فاسد حکومت پاليسي د پرابلوم يوه برخه ده، نه د حل.  د حامد کرزي پاليسي لا تر اوسه جوړ سوې نده، هغه په همدې پلمه د خپلو رقيبانو په مقابل کي د جمهوري رياست له مناظرې څخه هډو بېخي تېر سو. هغه اوس هم فکر کوي چي تر پردو شاته په معاملو به انتخابات وگټي.    

بل پلو، د ين بي سي نيوز خبري شبکې د جولاي پر ٢٧ مه افغانستان ته د متحده ايالاتو خاص استازي ښاغلي هولبروک د وروستي سفر تر عنوان لاندي ليکي ښاغلي هولبروک د افغانستان د جنگ لپاره خپل تاکتيکونه پداسي وخت کي اعلان کړل چي د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د حامد کرزي ملاتړ په زياتيدونکې توگه را کمېږي.  ښاغلي هولبروک په غزني کي خبريالانو ته وويل، “موږ له يوه داسي هېواد سره مرسته وو چي د جنگ او تباهۍ ديرش کلن تاريخ لري چي د شوروي له اشغال څخه شروع کېږي، بيا د طالبانو تر دوران پوری رسېږي، خو البته د تېرو څو کلونو کړاونه هم نه سو هېرولاى.  موږ خپله ډېر اشتباهات وکړل. ”

هغه زياته کړه، “جنگ يو بن بست ته رسېدلى وو.  يوې خوا هم نسواى گټلاى.  موږ نه غواړو چي زموږ امريکايان په همدې حالت وجنگېږي. ځکه خو موږ  بدلون غواړو.”  ښاغلي هولبروک وايي د مخدره موادو سره د  مبارزې پخوانۍ طريقې افغان بزگران زموږ په مقابل کي و درول.  او هم يې هغوى ته دا فکر ورکړ چي گواکي متحده ايالات د پښتنو پر خلاف جنگ پيل کړى دى.  پښتانه په افغانستان او د پاکستان په شمال غربي سيمو کي اکثريت دي.  ښاغلي هولبروک په غزني کي يوې ډلي مذهبي مشرانو ته وويل، ” موږ د پښتنو سره جنگ نلرو، موږ غواړو چي د پښتنو سره مرسته وکړو.”  هولبروک وايي په کليوالي سيمو کي بايد کارونه خلق سي څو د طالبانو مخه ونيول سي. 

ين بي سي نيوز ادامه ورکوي او ليکي په افغانستان کي د عامه افکارو سروې نسته، خو داسي ښکاري چي پدې وروستيو اونيوکي د حامد کرزي ملاتړ ورځ په ورځ راکمېږي.  د هولبروک مرستيالان وايي  په وروستي ملاقات کي حامد کرزى د انتخاباتو د نتايجو په باب اندېښمن ښکارېده او د  بيا انتخابېدو په اړه مطمين نوو. 

ين بي سي نيوز ليکي په کابل کي هولبروک د هېواد د ځينو مذهبي مشرانو سره وکتل.  ددې يو ساعته مجلس په اخر کي هولبروک د مشر ملا څخه وپوښتل چي کرزي ته پخپل راتلونکي ملاقات کي څه بايد ووايي. 

د افغانستان لوی قاضي هادي شينواري ښاغلي هولبروک ته وويل،” کله کله په غوسه کېږه.”  هولبروک  څه مغشوش غوندى سو او  دخبری د مطلب  په باب يې نور توضيحات ځينی وغوښتل.  شينواري وويل د خداى له ٩٩ نومونو څخه يو قهار دى.  هغه زياته کړه، “که چيري تاسو د بدو خلکو سره معامله کوئ، د هغوى سره رحم او شفقت غلط کار دى.”

بلخوا، د حامد کرزي دواړه سياسي رقيبان ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله  هغه په کمپېن کي د حکومتي منابعو څخه په سو استفاده تورنوي.  ښاغلى عبدالله وايي،”حامد کرزی پرته له پوره  ټگي برگي او کلپي څخه انتخابات نه سي گټلاى.  که چيري د انتخاباتو نتايج غلا سوي، بيا نو هېواد په بحران کي دى.  هغه په ازادو او منصفانه انتخاباتو کي قطعا د کاميابۍ چانس نلري. پدې زه بالکل ډاډه او مطمين يم.”  عبدالله وايي د حامد کرزي لپاره د هغه وزيران، قومندانانو، واليانو، ولسوالانو او نورو حکومتي مامورين کمپېن کوي. هغه وايي د مرکزي حکومت د ناکامياميو په خاطر عامه افغانان له لاسه ورکوو. ” په يوه ښورښ او بغاوت کي چي عامه خلک بايلوئ تاسو جنگ بايللى دى.”

Copyright Larawbar 2007-2024