هلمند : د ماين په چاودنه کي د يوې کورنۍ ١١ تنه ووژل سوه

محمد هارون خپل شعشعي | اگست 13th, 2009


دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالي کي دملکي کسانو په يوه موټر باندي دماين چاودنه سوي ده چي دهلمند دوالي دوياند په په خبره يولس تنو ته په کي مرګ اوژوبله اوښتي ده
که څه هم ددې ماين دچاودني پړه لا چاپه غاړه نه ده اخستي خو دوالي وياند يي پړه پرطالبانو وراړوي
دګرشک ولسوالي سپين مسجد سيمي ته څيرمه دملکي کسانو يو ټونس ډوله موټر دسړک په سر دښخ کړاى سوي ماين يو لس تنه ملکي کسان دښځو او ماشومانو په شمول و وژل
دهلمند دوالي وياند محمد داود احمدې وايي په دي چاودنه کي چي تيره ورځ ناوخت رامنځته سوې ده يولس تنه وژل سوي دي چي داحمدي په خبره ټول وژل سوي کسان ديوې کورني غړي دي
داود احمدي دماين ښخول دطالبانو کار وباله اوزياته يي کړه چي طالبان غواړي دداسي ماينونو له امله چي غير مسلکي دي دولتي اوبهرني ځواکونو موخه وګرځوي چي داحمدي په خبره په زياتو سيمو کي يي زيان ملکي کسانو ته رسيږي
که څه هم داود احمدي په ماين باندي ختلى موټر ټونيس ښي خو دګرشک لښکرګاه دموټرو په هډه کي ډيري کسان وايي سراچه موټر په ماين ختلى او په کي لس تنه وژل سوي دي
دغه موټروانان وايي چي يوه ماشومه نجلي ژوندي پاته سوي ده چي ددوي په خبره سخته ټپي سوي ده او اوس مهال د بهرنيو ځوکونو په يوه نظامي روغتون کي تر درملني لاندي ده
ديادوني وړ ده چي په هلمند کي په دي وروستيو کي دسړک دغاړي دماينونو له امله زياته مرګ اوژبله ملکي کسانو ته اوړي چي يوازي دناوې دخلګو په خوله په دي ولسوالي کي دماينونه له امله دوژل سوو ملکي کسانو شميره ترسلو تنو اوښتي ده

Copyright Larawbar 2007-2024