کندهار: موټر بم ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

حاجی پوپل | اگست 25th, 2009


دكندهار والي وايې چې په كندهارښاركې دموټربم چاودنې په ترڅ كې ۳۰ تنه وژل سوي او۵۶ تنه نورټپيان سوي دي .خو د تازه معلوماتو له مخي د وژل سوو کسانو شمير ۴۰ اوټپيانو هغې ۶۰ ته ورسيدی .
دميرويس روغتون سرطبيب وايې چې ټول وژل سوي اوټپي سوي كسان ولسي وګړي دي چې زياتره يې كوچنيان اومېرمني دي .
دپېښي له سيمي څخه دليدنې پرمهال دكندهاروالي توريالي ويسا زياته كړل چې ژغورونكې ډله اوس هم دنړېدلوكورونوڅخه دوژل سويواوټپيانو په راايستلوباندې بوخته ده .
دميرويس روغتون سرطبيب وايې چې په ټپيانوكې داتوتنوروغتيايې حالت نازك بلل سوى . نوموړی وايي چي د ميرويس روغتون تر څنګ د کندهار نظامي روغتون او د ايساف روغتون ته هم ټپيان ليږدول سوي دي .
دكندهاروالي خبردارى وركړچې ټولوامنيتي اورګانونوته يې لارښونه كړې ترڅودپېښي دعاملينودنيول كېدولپاره دكندهارښارپه ټولوشكمنوسيموكې پلټونكې عمليات پيل كړي .


د پيښي انځورونه :














 






Copyright Larawbar 2007-2024