بلخ : د زامبو كان ښوونځۍ ودانۍ پرانيستل شوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 6th, 2009


د بلخ ولايت: نن دروان كال دوږى د مياشتى په ۱۵ مه نيټه، د بلخ ولايت د دهدادى ولسوالى دزامبو كان لومړنى ښوونځى نوى ودانۍ د دنوموړى ولايت دپوهنى مديريت د مسئولينو لخوا پرانيستل شوه.

نوموړى تعمير په پاخه او اساسى په يو پوړ كى دآيساف د قوا په مالى مرسته د۶۰ زره امريكايي ډالرو په مجموعي لګښت د ۶ مياشتو په موده كى د بلخ دكهكشان ساختمانى شركت لخوا د۶ مياشتو په موده كى جوړه شوى، چى ۶ درسى ټولكى اونور ضرورى ملحقات لرى چى په يوه وخت كى د۳۰۰ تنو زده كوونكو ګنجايش لرى.

Copyright Larawbar 2007-2024