د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د منځ وړلو قانون جوړ کړ
د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی دله مینځه وړلو په موخه قانون جوړ کړی دی .
د ښځو چارو وزارت ویاند ودان فراهی دیکشنبی پر ورځ په کابل کی یوی خبری غونډی ته وویل دغه قانون څلور فصلونه او څلور څلویښت مادی لری.
ښاغلی ودان وایی پردی ا قانون له دوه کلونو راهیسی کار روان او اوس توشیح شوی دی چی د ښځو پر وړاند د هرډول زور زیاتی او د ښځو پر وړاند دناخوښه دودونو مخه نیسی.
دا قانون داسی مهال جوړیږی چی د ښځو چارو وزارت د چارواکو پر وینا د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی پیښی د تیرکال په پرتله زیاتی شوی دی.
پدی غونډه کی د ښځو چارو وزارت د حقوقی چارو مشری فوزیی امینی وویل ددی قانون له مخی هغه کسان چی پر نجونو او یاښځو جنسی تیری کوی د اعدام او یا د عمری بند سزا ورکول کیږی.
دی زیاته کړه پدی قانون کی به هغه کورنیو ته هم سزا ورکول کیږی چی پر لوڼو باندی زیات ولور اخلی او یا هغوی خرڅوی.
ښاغلی ودان وایی په افغانی ټولنه کی د ښځو پر وړاندی دتاوتریخوالی پیښی مخ پر زیاتیدو وی نو دا قانون په بیړنی حال کی دولسمشر لخوا توشیح شوی او وروسته لدی به دافغانستان پارلمان ته د تصویب لپاره واستول شی.