میدانښار : یو ملي سوداګر دسړي تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

د لراوبر اداره | سپتمبر 14th, 2009


دوږي په ۲۲ مه دمیدان وردګ ولایت مرکز میدانښار سره نژدې داندړو په سیمه کې ملي سوداګر حاجی بهاوالدین اڅکزی په داسې حال کې چې خوله اوسترګې یې پلستر شوې وی د سړي تښتوونکو له منګلو وژغورل شوو.

د میدان وردګ ولایت دامنیت امر جنرال اسحاق زي په وینا دغه ملي سوداګر چې د روژې په ۱۳ نیټه د په کابل کې د۳ مکرویانونو څخه اخیطاف شوې وو،نن دمیدانښار د دورانیو پله سره چې په یوه کابل شخصي کرولاموټر(۷۷۵۵۸) کې دغزني لورې ته انتقالولو چې له نیمکرغه کرولا دپله دتخریب شوې برخې له امله چپه شوه، ملي پولیس د مرستې په هیله ورغلل،خودوه تنو دپولیس په لیدلو تیښته وکړه .

پولیسود پلټنو وروسته په بوجۍ کې خوله او سترګې تړلې ملي سوداګرحاجی بهاوالدین وموند چې بیا وروسته دملی ادرو اوملي پولیسو لخوا دسړي تښتونکو دنیولو په موخه سیمه کلابندکړ خو دزیاتو باغونو له امله ونه توانیدل چې سړي تښتوونکي ونیسي . دملي سوداګرپه وینا کله چې زه دنامعلومه وسلوالو لخوا وتښتول شوم دکابل په ښارکې په نامعلوم ځای کې ساتل کیدم خو سړي تښتوونکو لخوا زما دخوشې کیدو په صورت کې زما دکورنۍ څخه (۵) میلیونه ډالرو غوښتنه کړې وو.

همدارنګه دیوبل خبر له مخې دنرخ ولسوالۍ د صدمردې په سیمه کې دوه وسلوالې ډلې چې یوه یې دحزب اسلامي اوبله یې وسلوال طالبان ځان معرفي کوي دخپل منځې نښتې له امله دحزب اسلامي پورې تړلې ډلې دوه تنه چې یویې دقوماندان غفار ورور اوبل هدخیرمحمد زوی ټپیان شوې دي، دراپورونو له مخې په سیمه کې اوس هم دواړو لورو ترمنځ جکړه روانه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024