برژنسکي : لویدیځ د شوروي په سرنوشت مبتلا کېدونکی دئ 

د لراوبر اداره | سپتمبر 14th, 2009


د جیمی کارتر امنیتی سلاکار زبګنیو برژنسکی پرون وویل چي که لویدیځ دوه اقدامات و نه کړي نو بالاخره د پخواني شوروي په مصیبت مبتلا کېدونکی دي ، هغه دا چي لومړی په هره توګه وي باید د طالبانو قوت ختم کړي او دوهم دا چي په هره توګه وي باید د افغانانو څخه دا ذهنیت ایسته کړي چي لویدیځ اشغالګران دي .

ده زیاته کړه چي په ۲۰۰۱ کي د امریکا صرف ۳۰۰ خاصو پوځیانو او شمال اییتلاف طالبان بېواکه کړل خو نن یې په یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) پوځیانو او هماغه شمال اییتلاف سره هم نسي ماتولائ .

دا خبر پرون نیویارک ټایمز خپور کړ .

Copyright Larawbar 2007-2024