غزني : دواليبال د رمضان جام سيالۍ پايته ورسيدلې
د واليبال د رمضان جام هغه سيالۍ چي دروژې دمياشتي پر ۲۰ نيټه دغزنى ولايت د ښوونځيو د زده كوونكو ترمنځ دحيدر آباد دليسى په لوبغاړى كى پيل شوى وي نن د ميزان په ۱۲ مه پايته ورسيد چى د سياليو په نتيجه كي دسنايى ليسى لومړى، شمس العارفين دوهم او دحيدر آباد ليسى تيم دري مقام تر لاسه كړ.
د يادونى وړده چى نوموړى سيالى د غزنى ولايت دپوهنى رياست په نوښت او ديونیسف موسسى په مالى لګښت په لاره اچول شوى وه چى دسيالى په پاي كى د دريو تيمونو ۱۵ تنو ګدون كوونكو ته دپوهنى رياست لخوا ورزشى كپونه، مډالونه او تقدير نامى توزيع شول.