شېرزى:دکندهارهوايې لېواپه به اکمالات اوحمايوي چاري ترسره کوي
ترپلازمېني کابل وروسته په سويل کې دهوايې قوال اوردو دوهمه لېواپرانيستل سول .
پوځي چارواکې وايې چې په سويل کې به دغه نوې هوايې لېوا ترډيره دبشري مرستوپه رسولواوپه پوځي اکمالاتوبوخته وي .
ترکابل ورسته کندهارلمړنى ولايت دى چې پکې هوايې لېواپرانيستل کېږي .
په سويل کې ددغې نوې هوايې لېوادپرانېستې په غوڼده کې دملي دفاع وزارت ،نړيوالوځواکونواودکندهارولايت جګ پوړو چارواکوګډون کړى وو.
دملي دفاع وزارت دلوى درستيزمرستيال ډګرجنرال اسحاق نوري دکندهاردهوايې لېواد پرانېستې په غونډه کې وويل چې افغان ځواکونه ورځ تربلې دپياوړې کېدو اوتجهېزپه حال دي .
په وينايې مرکزي دولت پدې هڅه کې دى چې له هره پلوه افغان ځواکونه پياوړي کړي .
دامهال دکندهارهوايې لېوا ٦ باله (اې ،ان، ٣٢ ) الوتکې لري چې په عمومي تشکېل کې يې ٤٢ الوتکې موجودې دي .
په سويل کې دهوايې لېواقومندان تورن جنرال عبدالرازق شېرزى وايې چې تازه پرانيستل سوې هوايې لېوابه داکمالاتي اوحمايوي چارو مسوليت په غاړه ولري .
دهوايې قوال اوردو قومندان ډګرجنرال دوران خان وويل چې تازه يې له ايټالياهېوادسره د ٢٠باله (٣٢٧-٢٢٢ جې )ډوله الوتکوتړون لاسلېک کړى چې لمړنى الوتکه به يې په راتلونکې مياشت کې هوايې قوال اورد ته وسپارل سي
ښاغلي دوران دافغان پيلوټانودروزنې په اړه وويل چې په ٢٠١٠ عيسوي کال کې به دشېنډنډهوايې ډګردافغان پيلوټانودروزنې لپاره پرانېزي .
دنوموړي په خبره چې له دې نه پرته به په راتلونکې مياشت کې ٩ باله څرخي الوتکې دافغان پېلوټانودعملي زده کړولپاره ځانګړي سي .
هوايې قوال اوردو پنځه کال وړاندې دملي دفاع وزارت په چوکاټ کې پرانيستل سوى چې لمړى لېوايې يوکال مخکې په پلازمېنه کابل اودوهمه لېوا يې داده چې دلته په سويل کې پرانيستل سوه .
دهوايې قوال اوردو قومندان جنرال دوران خان وايې چې دهوايې ځواک په پښودرېدل پوره وخت ته اړتيالري .