په واشنګټن کي د افغانستان د نیوني پر ضد مظاهره وسوه  video

د لراوبر اداره | اکتوبر 7th, 2009


رویټر د واشنګټن څخه خبر ورکوی چی څو سوو امریکایانو د سپینی ماڼۍ تر خوا یوه لویه مظاهره وکړه چی د افغانستان څخه یې د امریکایی پوځیانو د ایستلو غوښتنه کوله .


د مظاهرې وېډيو :



دا مظاهره د جنګ ضد جوړښتونونو جوړه کړې وه . خبر وایی چی ۶۱ مظاهره چیان ونیول سول . دا لومړی ځل دی چی د عراق څخه علاوه د افغانستان د جنګ پر خلاف هم امریکایان واټونو ته راوزی .


په دغه مظاهره کی هغو سازمانونو هم برخه لرله چی بارک اوباما ته یې د انتخاباتو پر مهال پیسې راټولي کړي وې .


په پریکړه لیک کی ویل سوي چی نور به هر کال د عراق د جنګ پر خلاف د افغانستان د اشغال پر ضد هم موږ مظاهرې جوړوو . دا مظاهره پر افغانستان د امریکا د یرغل د اتمی کالیزی په مناسبت جوړه سوې وه .


د یو بل خبر له مخی چی د برتانیې د دفاع وزارت ورکړ ، یو برتانوی پوځي د هلمند د نادعلی په ولسوالۍ کی د چاودنی له امله ووژل سو .


د چین د سینهوا آژانس د خبر له مخی نن د وردګ ولایت په نرخ ولسوالي کی د ناټو درې پوځیان د سړک د غاړی ماین سخت زخمیان کړل .

Copyright Larawbar 2007-2024