د امریکا بودجوی کسر ۱٬۴ ټریلیونه ډالره سو

د لراوبر اداره | اکتوبر 9th, 2009


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی د امریکا د فډرالی بودجې کسر د تیر کال په نسبت درې چنده زیات سو چی دا په تاریخ کی سارﺉ نه لری . د سږ کال بودجوی کسر ۱٬۴ ټریلیونه ډالرو ته ورسېد حال دا چی د تیر کال دغه کسر ۴۵۹ بلیونه ډالره و . څیړونکي اټکل کوی چی ممکن د اوباما اداره په راتلونکو کلونو کی د لویو مالی او اقتصادی ستونزو سره مخامخ سی .

د دې عظیم کسر علتونه درې بلل سوي دي ، یعنی : لومړی ـ د سپیني ماڼۍ لخوا د ډیوالی کمپنیو سره ۲۰۰ بلیونه ډالره نغد کومک ، دوهم ـ د خراب اقتصادی حالت له امله د مالیو ( ټکس ) همداسی کښته ساتل ، درېیم ـ وال سټریټ ته د ۲۴۵ بلیونو ډالرو نغد بیړني کومک ورکول .

دغو درو عواملو خزانه تشه کړې ده . خو انتقادیان دا تور هم لګوی چی ستره پوځی بودجه ( چی ۶۳۶ بلیونه ډالره ده ) او د عراق ـ افغانستان په جنګونو کی د کاله ۶۸ بلیونه ډالره ضایع کول هم د دې کسر یو لوی علت دی .

د یو بل خبر له مخی چی د هسپانیا د دفاع وزارت خپور کړ وایی چی پرون د هرات په پښتون زرغون ولسوالي کی پر ماین باندی د دوی د ځواکونو د یو زرهپوش د ختلو له امله یو هسپانوی پوځی ووژل سو او پنځه نور زخمیان سول چی د دوو حالت خطرناک ښودل سوی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024