کابل : د ځانمرګي د تلفاتو شمیر له سلو تنو نه زيات شو

د لراوبر اداره | اکتوبر 8th, 2009


په کابل کې د پنجشنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې د وژل شویواوټپیانوشمیرله سلوواوښت .
دغه ځانمرګی په لنډ کروز ډوله موټر کې د کورنیو چارو وزارت ته مخامخ د هندسفارت ته نږدې رامنځته شوی دی چې د عینی شاهدانوپه ویناچې وژل شوي او ټپیان ډیری ملکي وګړي ديږي .

خو تر اوسه پوری دوژل شویو او ټپیانو دښودل شوي شمیرې په اړه چارواکو څه ندی ویلي.د سیمې هټيوال هم شکایت کوي چې د چاودنې له امله یې ټول مالونه تر خاورو لاندیې شوي او هټي یې ډیرې زیانمنې شوي دي. او ددې سره سره په سیمه کی یوشمیر هټیوالو ته دسر زیان هم اوښتی دی.

دیادونې وړ ده چی دا دوهم ځل دی چې د هند سفارت ته نږدې ځانمرګی برید کیږي تیرکال هم په همدې سیمه کې ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې یې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

Copyright Larawbar 2007-2024