تخار : د کتاب د معرفۍ درې ورځنى سيمينار پيل شو

د لراوبر اداره | نوومبر 4th, 2009


تخار: نن دروان كال دلړم دمياشتى په ۱۳ مه، دتخار ولايت دكليوالى ښوونځيو ښوونكو ته د کتاب د معرفۍ په اړه دري ورځنى ورکشاپ جوړ شو.
دغه ورکشاپ د يونيسف مؤسسې لخوا او دتخار ولايت دپوهنى رياست په همكاري په لاره اچول شوى چى دتخار ولايت د كليوالى ښوونځيو ۱۲ تنو ښوونكى ګدون لرى چى په مجموعي ډول د دغه کتاب د عناوينو په اړه ګډونوالو ته معلومات پکې ورکول کيږي.
دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانيستل به د ښوونکو د پوهی د لوړولو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .


په دايکندي کې د يوه ښوونځي ودانۍ پرانيستل شوه

دایکندی: د دايکندي په اشترلي ولسوالۍ کې نن د عقرب په ١٣مه د سيادرې سيمه د سيبکې د مختلطې متوسطې نوې رغول شوې ودانۍ ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.
د دغې ودانۍ د پرانيستلو په غونډه كې ددغه ولايت د پوهنې مسؤولينو، د دولتي او غير دولتي ادارو استازو، ځايي مخورو او ددغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده.
غونډه د قرآن مجيد په څو مباركو آيتونو پيل شوه او ورپسې د دايکندي ولايت بلخ د پوهنې تدريسي مرستيال ګډونوالو ته په خپلو خبرو كې د سيمه ايزو اوسيدونكو، امنيتي مسؤولينو او پوليسو څخه له دې امله مننه وکړه چې له معارف څخه يې خپلې مرستې او همکارۍ نه دي سپمولي.
دغه ودانۍ چې د پوهنې وزارت د پوهنې د کيفيت لوړولو د برخې لخوا د ٨٢٠٠٠٠ افغانيو او کليوالو په ٢٠ فيصده ونډه په خامه ډول جوړه شوې ده او په يوه تحويلخانه سربيره شپږ درسي او دوې اداري خونې لري چې په يوه وخت کې د ٢٤٠ تنو د ځايولو ګنجايش لري.
دغه ښوونځى چې ٣٧٧ تنه زده کوونکي لري ودانۍ يې په هغه درى جريبه ځمکه کې جوړه شوې چې د سيمه ايزو خلکو لخوا ورکړل شوې ده.


دکابل ولایت په فرزه ولسوالی کی دیو ښوونځی دودانۍ دبنسټ ډبره كيښودل شوه .

دکابل ولایت: نن دلړم دمياشتي په ۱۳ مه نيټه، دكابل ولايت د فرزه ولسوالي حسن دره عليا دنسوان ښوونځي دنوى ودانې دبنسټ ډبره دنوموړی ولايت دپوهنې رياست د مسئوولينو لخوا په داسى حال كى چى دنوموړى ولسوالى ولسوال، قومى مشرانو، استادانو او زده كوونكو ګدون درلود كيښودل شوه.

د نوموړى ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی 1250 متر مربع ځمكى په ساحه كى چى دسيمي ديوتن معارف پروره اوسيدونكى لخوا دپوهنې رياست ته وركړل شوى دامريكى هيواد دماشومانو دحمايه د دفتر لخوا دسلو زرو امريکايي ډالرو په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړيږى چی د ۸ درسی خونی، داحاطى ديوال او نور ضروري ملحقات ولری.

د يادونی وړده چی په نوموړى ښوونځى كي اوس مهال ۲۴۳ تنه زده كوونكى چى درسى چاريي د۵ تنو استادانو لخوا پرمخ بيول كيږى په زده كړه بوخت دى چى دنوموړى تعمير په جوړه ولو سره د زده كوونكو ستونزى دسر پناه دنشت والى له امله ليرى شى.

Copyright Larawbar 2007-2024