ميدان وردګ : د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې ملاتړ وشو
دمیدان وردګ ولایت زر ګونو قومي مشرانو دیوې لوې غونډې په ترڅ کې دټاکنودخپلواک کمیسیون دپریکړې ملاتړ وکړو .
ددغه مراسمو په اړه په جوړه شوې غونډه کې دمیدان وردګ والي محمد حلیم فدایي سربیره په ملي شورا کې ددې ولایت استازو،ولایتي شورا غړو،قومي مشرانو،علماؤؤ،روڼ اندو او یوزیات شمېر میشتو ولسونو برخه واخیسته،غونډې ته ویناوالوهریو په ولسي جرګه کې ددې ولایت وکیل موسی هوتګ،سناتور سمیع جان،ولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان،قومي مشر سلطان محمد مستوفي،انجینیرستار،دملي خوځښت ګوندمشرې راضیه نعیمي،ملي سوداګراخترمحمد او سترعالم واعظزاده بهسودي په خپلو ویناوو کې دټاکنو دخپلواک کمیسیون دپریکړې ننګه وکړه او دراتلوونکوپنځو کلونولپاره یې دولسمشر حامدکرزي بریالیتوب ټولو هېوادوالوته مبارکي وویله،همدارنګه ښاغلوپه خپلوخبروکې دولسمشرحامد کرزي څخه دسولې بهیرپیاوړي کول، دلوې جرګې له لارې ناامنیو ته دپای ټکې کیښودل،کاراهل کارته سپارل ،اداري فساد لمنځه وړل،عدالت په پام کې نیولو سره دیوې سالمې شفافي ادارې رامنځته کول،دفقراو بې کارۍ په لمنځه وړلوکې جدي ګامونه پورته کولو غوښتنه شوې وو.
همدرانګه ددې ولایت والي ښاغلي فدایي دولسمشربریالیتوب دافغان ولس بریالیتوب وګڼلواو مبارکي یې هم ټول ولس ته وویله او زیاته یې کړه چې ددې ولایت ولسونو دشته ستونزو سره سره په لومړیو ټاکنوکې پراخه ونډه اخیستې وو او دویم ځلې ټاکنولپاره یې هم په کلکه ملاتړې وو خو دټاکنو دخپلواک کمیسیون درغنده پریکړې له امله چې ولسمشریې دپنځوکلونو لپاره منتخب ولس مشرپه حیث وټاکلو،اوس ولس هوډ کړې چې د دولت او وسلوالو مخالفینو ترمنځ دسولې بهیرکړندۍکړﺉ او شته ستونزو ته دپای ټکې کیږدي، په اخرکې د ګډونوالو لخوا (۷) مادېیزپریکړه لیک ولوستل شوو چې پکې دټاکنوکمیسیون دپریکړې څخه ملاتړ،د سولې بهیرکړندیتوب،ددې ولایت وکړوته مساویانه ونډه،امنیت تامین دپریکړه لیک منځپانګه تشکیلوله. دیادونې وړ ده چې دا ډول غونډې نن ددې ولایت په بهسودینو،جلریز،دایمیردادو،چک اونرخ ولسوالیوکې دزرګونو خلکوپه ګډون جوړې شوې وی او دولسمشرحامدکرزی ټاکل یې دټاکنو دخپلواک کمیسیون پرځای پریکړه وبلله.او ددې ستر بریالیتوب مبارکي یې ټولو هېوادوالو ته وویله.