په هالند کي د (مهاجرت او کلتوري ارزښتونه) په نوم غونډه جوړيږي

د لراوبر اداره | اکتوبر 21st, 2009


 

په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه په پام کي لري چي د راتلونکي لوی اختر په مناسبت د  د مهاجرت او کلتوري ارزښتونه تر سرليک لاندي څېړنيزه غونډه جوړه کړي ، نوموړې غونډه د لوی اختر د تفريحي پروګرام او مېلې سره ګډه په يوه ورځ ترتيب سوې ده .

افغاني کلتوري ټولنه په هالنډ کي مېشت افغانانو ته په ځانګړې توګه هغو کورنيو ته چي ماشومان لري په درناوي بلنه ورکوي چي په دې په زړه پوري کلتوري او تفريحي مېله او څېړنيزه غونډه کي برخه واخلي .

هغه دوستان چي غواړي دمهاجرت او جلاوطنۍ خاطرې يا نورو افغانانو ته د کلتور ساتني په برخه کي خپلي تجربې وړاندي کړي کولای سي د افغاني کلتوري ټولني سره د غونډي د جوړېدو مخکي اړيکي ټينګي کړي .

تفريحي پروګرام :  جشني برخه ، موسيقي ، مست ملي اتڼونه – دلته اختر او هلته اختر (خاطرې )

نېټه ياد ولرئ :     ماپښين ۳ بجې –    ۵ ډسمبر ۲۰۰۹   اوتريخت – هالنډ

معلومات  :  ټيلفون 0622303611   برېښناليک :   Larawbar.com@gmail.com


Amazonedreef 40

3563CB  Utrecht

«

Copyright Larawbar 2007-2024