مينه

د لراوبر اداره | اکتوبر 22nd, 2009


مينه مينه مينه دا دكومي دونيا نو دی
كه د ميني دا مانا ده چی رڼا ده هم ښكلا ده
نو دا زه چی پكې پروت يم دا خو توره شنه بلا ده
دلته يار يو تش كالبوت دی دلته مينه بربادي ده
دا ښايسته بدن چی ګورې دا كمال خو دخاليق دې
پام چی وپرې نه غوليړې دا د دروغو يو هستي ده
دا ښايسته خوږي خبري دا دزركي پشان تګ يي
دا مړاوې مړاوې نظر يي د فريب نه ډكه غلچه كي ده
دنرګس په شان مسكۍ شي د لالاپه شان به خاندي
ايلف ايلف به وايي كله زار كله قربان شي دا دژبې چالكې ده
كه نصيحت د ناصح اورې نو د مينې لاس په سر شه
كه نه ځان به دې خوراك شې مينه ټوله ادم خورې ده
زه خو بل ته نصيحت كړم او خپله پري حملې كړم
بس كړه بس كړه نجم جانه دا زما خو مجبورې ده

Copyright Larawbar 2007-2024