د الله (ج) د قدرتونو يوه څرګنده نښه video

د لراوبر اداره | اکتوبر 26th, 2009


كه چېرې څوك د اسلام پر حقانيت او د لوى څښتن په يووالي باور نه لري، بايد چې لوى خداى (ج) مخلوقاتو ته فكر وكړي چې لوى څښتن څومره لوى شان لري، څوك به وكولاى شي چې يو انسان ته روح وركړي او يا يو مړ شوى كس د ډاكټر، پيسو، او نورو انساني هڅو باندې ژوندى كړي. لوى څښتن د خپل قدرت د ښودنې لپاره ځمكه او آسمان پيداكړي، په ځمكه كې يې غرونه، له ځمكې څخه د اوبو راوتل، او نور ټول اوسني تخنيكونه يې موږ ته په خپل قرآن كې بيان كړي دي، خداى د خپل سپېڅلي كتاب قران عظيم الشان په سورت حديد كې د اوسپنې په اړه ويلي چې ما اوسپنه پيداكړي څو تاسې ګټه ترې واخلئ اوس چې څومره كاري وسايل وينو له اوسپنې څخه جوړ شوي دي. الله (ج) د خپل قدرت نښې په ډېرو طريقو خپلو بندګانو ته ښودلاى شي، چې په دې وروستيو كې د يو نهه مياشتني داغيستاني ماشوم پر بدن باندې د قرآن پاك د آياتونو راڅرګندېدل هم د همداسې نښو څخه دي.
 
د داغيستان د كيزليار د سيمې د  اكتيابرسكايا د جومات مسؤل د لومړي ځل لپاره د روسيې ريانوويستي خبري آژانس ته خبر وركړ، چې د يوه نهه مياشتني ماشوم پر بدن باندې په ډېر عجيب ډول سره د قرآن پاك  آياتونه په ځانګړو ورځو جمعه او دوشنبې راڅرګندېږي. نوموړي زياتوي چې د يعقوبوف په نامه يوه مسلمانه كورنۍ كې يو ماشوم نهه مياشتې وړاندې پيدا او نوم يي علي كېښودل شو.
 
ماشوم باندې وروسته له هغه چې د بدن تودوخه يې تر څلوېښتو درجو ۴۰ پورې لوړه شي  نو تقريبآ پر ټول بدن البته د پوستكي پر مخ د قرآن پاك مبارك آياتونه راڅرګندېږي اووروسته بيا په كرار كرار وركېږي. نوموړي پېښه د داغيستان د مسلمانانو د لويې ادارې د مسؤل او نوموړې سيمې د جومات د ملا امام له خوا يوه نادره اوعجيبه بللې. او د قرآن پاك پر اعجاز باندې يې ريښتيني دلايلل بللي. پاتې دې نه وي چې دا پېښه  د روسيې په ټولو ټلوېزيوني او راډيويي خپرونو كې او همدارنګه د بېلابېلو برېښناپاڼو له خوا د روسيې هېواد په د ننه او بهر كې خپاره شوي دي.

په داغستان، روسيه، اوكراين او نورو نږدو هېوادونو كې چې ډېرى كسان يې نامسلمان دي بايد چې د خداى (ج) د قدرت له داسې لويې نښې د رادې بره كېدو څخه پند واخلي او د اسلام مبين دين ته په درنه سترګه وګوري. ځكه چې اسلام يو ريښتينى دين دى او دا هغه دين دى چې په دې دين سره نور دينونه او د لوى څښتن نور سپېڅلي كتابونه منسوخ شوي دي. كه چېرې درانه لوستونكي غواړي چې د نوموړي ماشوم ويډيو وګوري كولاى شي د انټرنېټ په لاندې پتو سره يې وګوري.

http://www.vesti.ru/videos?vid=246386      
http://www.larawbar.net/detail.php?id=13856
http://www.rian.ru/video/20091015/189006675.html 
 


 





انګليسي وېډيو :



روسي وېډيو :


Copyright Larawbar 2007-2024