د ناټو او ايتلاف درې څرخکي لوېدلي دي

د لراوبر اداره | اکتوبر 26th, 2009


ناټو لراوبر ته په يوه تازه رالېږل سوې خبرپاڼه کي تاييد کړې چي نن يې يوه بله څرخکه الوتکه د افغانستان په جنوب لويديځ کي له يوې بلي څرخکي سره جنګېدلې او دواړي الوتکي غورځېدلي دي چي له امله يې ۷ تنه امريکايان وژل سوي او ۳ امريکايان ژوبل سوي او  د افغانانو په ګډون ۱۷ نور ژوبل سوي دي . ، تر دې مخکي هم ناټو منلې وه چي يوه څرخکه الوتکه يې د هوا د خرابوالي له امله راغورځېدلې وه . ناټو په خپله تازه خبرپاڼه کي ويلي چي باور نلري چي الوتکه به د مخالفينو لخوا ويشتل سوې وي ، بله خوا طالبانو په بادغيس کي د يوې الوتکي د ويشتلو او په هغې کي د ۲۲ کسانو د وژل کېدو دعوه کړې وه.

Copyright Larawbar 2007-2024