کرزي د ډاکټر عبدالله نوي شرطونه رد کړه

د لراوبر اداره | اکتوبر 27th, 2009


 دولسمشرۍ دوهم پړاوته نوماندډاکترعبدالله عبدالله ديوې خبري غونډې په ترڅ کې  تېره ورځ يولړشرطونه ولسمشرکرزي ته وړاندې کړل، چې په دې شرطونوکې ډاکترعبدالله ديوشميردولتي چارواکوهريودسيمه ايزوارګانونولوی ريس جيلاني پوپل،دکورنيوچارووزيرمحمد حنيف اتمر،دماليې وزيرعمرزاخېلوال، داطلاعاتواوکلتوروزيرمحمد کريم خرم، دټاکنودخپلواک کميسيون مشرعزيزالله لودين اودحج اواوقافوسرپرست وزيرددندودځنډېدوغوښتونکی شو. چې دهمدې  شرطونوپه غبرګون کې ولسمشرکرزي له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي دي چې دی به هېڅکله داچارواکي له دندوڅخه ګوښه نه کړي.کرزي زياتوي چې په تېرځل ټاکنو کې ده هغه لوړپوړي دولتي چارواکي له دندو نه دي ګوښه کړي چې دعبدالله په ګټه کمپاين کاوه.
ياده دې وي چې دډاکترعبدالله داغوښتنې دهغوچارواکوته متوجې دي چې اکثره يې پښتانه وزيران اوريسان دي.
داپه داې حال کې ده چې د دوهم ځل ټاکنوته يواځې يولس ورځې پاتې دي چې په کې ولسمشرکرزی اوډاکترعبدالله به په کې ټاکنېزې سيالۍ کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024