په وزیرستان کی دوه خارجی پاسپورټونه پیدا سول
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی پاکستاني پوځ په جنوبی وزیرستان کی د خپلو پوځی عملیاتو پر مهال د القاعده والو دوه پاسپورټونه پیدا کړي دي . یو پاسپورټ جرمن دی چی خاوند یې سید بهاجی نومیږی او د ادعا له مخی په هامبورګ کی د سپټمبر د یوولسمی د حملې د طراحانو څخه و چی تر هماغی حملې یوه اوونۍ مخکی کراچی ته راغلی او همدلته ورک سوی و . دوهم پاسپورټ د یوې هسپانوۍ ښځي دی چی راکویل برګس ګراسیا نومیږی او د یو مراکشی القاعده وال ( عامر عزیزی ) میرمن ده چی دواړه د القاعده فعالین دي . عزیزی په ۲۰۰۴ کی د مادرید په بمی حمله کی هم تورن اعلان سوی و . په مادرید کی د میرمن ګراسیا کورنۍد ۲۰۰۱ راهیسی د هغې هیڅ احوال نه لری . د دې پاسپورټ د هند او ایران ویزې هم لری . خو دا تر اوسه معلومه نه ده چی د دغو دواړو پاسپورټونو څښتنان چیری دي .
پاکستانی پوځ ادعا کوی چی په وزیرستان کی پنځه الی اته زره جنګیالي موجود دي چی یونیم زر یې بهرنیان دي چی د هغوی اکثریت ازبکان دي . پوځ زیاتوی چی که څه هم د افغانستان طالبان د هغوی په ننګه راروان دي ، خو دا ځل به موږ جنګ د هغوی تر ختمېدو پوری جاری ساتو .