عبدالله عبدالله خپل بای کاټ اعلان کړ

د لراوبر اداره | نوومبر 1st, 2009


نن د يکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ انتخاباتو کانديد عبدالله عبدالله د يو خبري کنفرانس په ترڅ کښي په دوهم ځلي انتخاباتو کښي خپل نه ګډون په ډاګه کړ او ويې ويل چي دده شرطونه و نه منل سول .

عبدالله عبدالله تر دې وړاندي هم د خپلو يو شمېر شرطونو د نه عملي کېدلو په ترڅ کښي د خپل لوري څخه د نه ګډون خبرداری ورکړئ وو، ولسمشر کرزي لا له وړاندي د عبدالله عبدالله شرطونه رد کړي وو چي وروستۍ نېټه يې پرون ورځ وه .

بل لور ته د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن ويلي دي چي پر دوهم ځلي انتخاباتو باندي د عبدالله عبدالله بای کاټ کوم اثر نه سي شيندلائ او پدې سره د انتخاباتو مشروعيت ته هیڅ زيان نه سي رسېدلائ ولي چي دوهم ځلي انتخابات لا له وړاندي قانوني سوي دي .

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون په وينا اوس د پرېکون نېټه تېره سوې ده او نور کوم کانديد خپل پرېکون نه سي اعلانولائ .

د عبدالله عبدالله تر خبري کنفرانس لږ وروسته د ولسمشر کرزي وياند دوهم ځلي انتخابات د افغانانو مشروع حق وباله او د راتلونکي شنبې په ورځ يې د پلان سره سم د دوهم ځلي انتخاباتو د ترسره کېدو خبر ورکړ .

د افغان انتخاباتو دوهم ځلي پروسه به د راتلونکي شنبې په ورځ د نومبر پر ۷ مه نېټه ترسره سي .

Copyright Larawbar 2007-2024