برتانوى جنرال : دکندهارپه اړه ښه مطالعه لرو

حاجی پوپل | نوومبر 1st, 2009


په سويل کې دناټوځواکونوګډه قومنداني له هالنډي جنرال څخه يوه برتانوي جنرال ته وسپارل سول
دواک دسپارلوپه مراسموکې دهالنډ دددفاع وزير(اميډميډل هوپ ) دهيواد دکورنيوچارو وزرات دسرحدي پوليسو عمومي قومندان جنرال محمديونس نورزى، د٢٠٥ اتل قوال اوردو قومندان جنرال شيرمحمدځاځى ، دکندهاراواوروزګان واليانو ګډون کړى وو.
په سويل کې د شپاړسوهيوادونو امريکا،استراليا،بلجيم،بوسنيا،بلغاريه ،کاناډا،ډنمارک ،استونيا،فرانسې ،اوردون ،هالنډ،ناروې ،رومانيا،سنګاپور،سلواکيااوبرتانيا څلوېښت زره سرتيري ميشت دي چې په کندهار،هلمند،نيمروز،دايکندي ،اروزګان اوزابل ولايتونوکې دامنيت اوبيارغاونې په چارو بوخت دي .
پوره يوکال په سويل کې دناټوځواکونوعمومي قومنداني دهالنډي جنرال مارک ديکرايف له لاس کې وه
له دې نه وروسته به تورن جنرال (نيکولس پاټريک کارټر) دغه چاري ديوه کال لپاره سمبالوي .
په سويل کي نوي ټاکل شوي برتانوي جنرال دواک دترلاسه کولوپه مراسموکې وويل چې دسيمي دامنيت ټينګښټ به يې له لمړي توبونوڅخه وي .
په وينايې چې په سويل کې يې په وړاندي زياتي امنيتي ستونزي دي اوهڅه به يې داوي چې په ټولوپوځي عملياتوکې دملکي تلفاتومخه ونيول سي .
دنوي قومندان وويل چې موږ دکندهار لپاره زياته مطالعه لرو اودکندهارامنيت دټولي سويلي حوزې امنيت دي .
ايساف تلونکى هالنډي جنرال مارک ديکرايف دخپل ماموريت په اړه وويل چې (وروستى درې مياشتې زياتې داهميت وړوې چې په ترڅ کې يې دايساف دارزونې ښه بيلګه له افغان امنيتي ځواکونوسره فعالانه ماموريت ترسره کړچې ، دهلمندپه عملياتوکې ددولتي حاکميت دپراختيااودامنيت دټينګښت په موخه دايساف روز زيات کليدي وو).
دنوموړي په خبره چې دماموريت په موده کې يې ٢٣٤ تنه ايتلافي او٢٠٠ تنه دايساف سرتيري وژل سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024