انتخاباتي كمېسيون نن د لړم د شپاړسمي انتخاباتو په اړه خپل نظر څرګندوي.

56 | نوومبر 2nd, 2009


ټاكل شوېده چي د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون به نن د لړم د شپاړسمي نيټې د انتخاباتو د څرنګوالي په اړه خپل دريځ څرګند كړي.

د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون مشر عزيزالله لودين ژورنالستانو ته وويل چې د جمهوري رياست د دوهم دور له انتخاباتو څخه د ډاكټر عبدالله له كوښه كېدو وروسته دوي نن غونډه كوي او د جمهوري رياست د دوهم پړاو د انتخاباتو په اړه بحث كوي

ډاكټر عبدالله چې په لومړي دور انتخاباتو كي د حامد كرزي يو مهم سيال وه تيره ورځ اعلان وكړ چې د اعتراض په توګه په دوهم دور انتخاباتو كي ګډون نه كوي، ځكه ده غوښتي و چې د كابينې د دريو وزيرانو دندي دي د تعليق په حالت كي راوستل شي او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون او د سيمزو ادارو مشران دواړه له دندو ګوښه كړاي شي

د افغانستان جمهور ريس حامد كرزې چي د لړم د شپاړسمي نيټي په انتخاباتو كي يواځي كانديد پاتي شوى، ويلي چي د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون پريكړي ته انتظار باسي.

Copyright Larawbar 2007-2024