بريټانيا له افغانستان سره مرستي جاري ساتي

56 | نوومبر 2nd, 2009


د بريټانيا صدراعظم ګورډن براون د افغانستان له جمهور ريس حامد كرزي سره په تازه خبرو كي له افغانستان سره د خپل هيواد د مرستو د دوام په اړه ډاډ څرګند كړى.

د افغانستان د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر خبر وايي چې په دغو ټيلفوني خبرو كي پر دوه اړخيزو مرستو ، د تروريزم پرضد د مبارزي او د افغانستان په امنيت كي د بريتانيا پر رول باندي بحث او خبري اتري وشوې.

خبر زياتوي چي د بريټانيا صدراعظم د انتخاباتو له بهير څخه هم خپل ملاتړ څرګند كړى

بريتانيا د امريكا له متحده ايالاتو څخه وروسته دوهم ستر مرستندويه هيواد دي چې په افغانستان كي له امنيت او بيارغوني سره زياته مرسته كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024