په شمشتو کمپ کې څو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله

د لراوبر اداره | نوومبر 3rd, 2009


د پېښور په پېنځه ويشت مېترۍ کې د شمشتو ( نصرت مېنې ) پر پنډ غالي نن د سه شنبې پر ورځ د پاکستاني چاروکو لخوا په لومړي ځل لوی عمليات تر سره شول، په عملياتو کې په سلګونو عسکرو برخه درلوده، عسکرو لومړی ټول کمپ محاصره او خلک کلابند کړل، په دويم پړاو کې يې پر هغو کورونو چاپه واچوله، چې د دوی پر خوله له القاعده او طالبانو سره يې اړيکې درلودې؛ خو مالومه نه شوه، چې څومره کسان يې بوتلل .

په دريم پړاو کې د کمپ ځايي ځوانانو د مظاهرې په شکل پر عسکرو د کاڼو ګوزارونه پيل کړل، چارواکو يې د مخنيوي لپاره اوښکو بهوونکی ګاز وکاراوو، او هوايي ډزې يې وکړې؛ خو بيا هم مظاهره چيانو د پاکستان مرده باد او نور شعارونه ورکول ، تر دې وروسته چارواکو په مظاهره چيانوناتاره ډزې وکړې .

په پای کې دوه هلکان چې يو يې صادق نومېده او نهه کلن و، دويم هلک انعام الله چې يوه ښه ترانه خوان و او عمر يې پنځلس کاله و، دريم يو يې لوی سړی و، په شهادت ورسېدل او دوولس کسان يې ټپيان کړل، چې د دوو يې حالت د اندېښنې وړ دی. له دې نه څو ورځې وړاندې هم ورته چاپه او عمليات چارواکو کړي و؛ خو هلته يې چاته مرګ ژوبله نه وه اړولې.

Copyright Larawbar 2007-2024