ملي سټو په ملتيا دې موقته اداره جوړه شي

د لراوبر اداره | اکتوبر 14th, 2009


د روان کال (2009) د اګسټ د شلمې نېټې ټاکنې له بدمرغه د دېرش کلن را تپل شوي جنګ په څېر د( بيزو ) شادي زخم شو، څومره چې په کور دننه او يا په نړۍ واله کجه څېړل (څټل) کيږي هومره ترې د درغليو او ټګيو ښکاره ، ښکاره بېلګې په لاس راځي ٠ نو همدا لامل دی چې دغه ټپ د رغېدو په ځای هره شېبه لا تازه کيږي ٠ تر ټاکنو وړاندې لا هر سړی پدې پوهېده ، چې د کاسې لاندې څه دي ؟
د درغليو دا شکونه او اندېښنې لا هغه وخت په پوره يقين اټکل شوې کله چې په کابل کې يوشمېر بهرنيانو پخپلو سفارتونو کې په ښکاره ډول له يو شمېر نوماندانو سره وليدل او په همدې ظالمانه او ناروا کړنو ، په کابل کې مېشتو يو شمېر سفارتکارو په يو سلا هڅه وکړه ، چې د ګران افغانستان په سياسي چاپېريال کې (مېډيا) يو شمېر هغو نوماندانو ته کاذب شهرت ورکړي ، چې د اولس په منځ کې يې د باور او کېرډټ کجه صفر وه٠ خو فضا او چاپېريال يې په معکوس ډول د مېډيا په مټ دومره ورته تسخير کړ ،چې سالم عقل ترې نيمګړی او عاجز و ؟!
دلته پوښتنه يوازې دا نده چې ولې سفارتکارو دا ډول کړنې په سپينه ورځ تر سره کړې ، پداسې حال کې چې د ګران هېواد هوا او فضا د بهرنيانو په اختيار کې ده ، او اوسنی حکومت يې د خاص کرم او لور برکت دی٠
پوښتنې بيخي ډېرې دي او هره يوه يې دقيق ځوابونه هم لري ، خو غټې خولې غواړي ، که څه هم غټې خولې لا هماغسې ګونګې دي ، خو ننني حالات داسې دي چې پخپله ډېر څه روښانه کوي او ډېرو پوښتنو ته راڼه ځوابونه ورکوي ٠ وايي شري بخيزد که خير ما باشد ٠ دا نن خو يوازې د ګران افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ښاغلي کای ايدی او امريکايي مرستيال يې پيټر تر منځ له يوه واړ ه اختلافه دومره پټ رازونه راڅرګند شول ٠ که په کابل کې د دوه سفارتخانو او يا لږ څه په لويه او ښکاره کجه د ايساف (ASF) د ځواکونو تر منځ ټکر او اختلاف راشي بيا خو نو بويه چې ان د نيويارک (sebtember,11) ورک لوبغاړی او اټل به هم راڅرګند شي ، او پدې ډول به ديوې لسيزې پوښتنې په يوه شېبه کې ځواب شي؟!
ورو ، ورو داسې را څرګنديږي چې امريکايي چارواکي هم د افغانستان د ثبات له پاره يوه واحده سياسي کړنلاره ،همغږي او پخه استراتېژي نلري ، چې وروستۍ بېلګه يې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د عمومي مشر ( جنرال مک کريسټل ) د پنځوسو زرو ، نورو امريکايي سرتېرو غوښتنه وه چې دهغه په وينا بايد ژر تر ژره د جګړې تر بايللو دمخه افغانستان ته ورلېږل شوي وای٠

بله بېلګه يې د پيټر او ښاغلي کرزي تر منځ ژور اختلافات دي ، که څه هم پيټر په کابل کې د ملګرو ملتو استازی و، دا چې په خټه امريکايي دی نو ځکه يې تورونه او پرېکون له پامه نه شوو غورځولای ٠ د ښاغلي پيټر دغه کړنې ښايي د ښاغلي بارک حسين اوباما پر زيږ مخ د قهر يوه هغه درنه څپېړه وي چې ولې يې د ټاکنو د رايو تر بشپړ حساب مخکې کرزي ته د ګټنې او د بيا حکومت کولو مبارکي له وخته مخکې او په بيړه ورکړه٠ له ښاغلي بارک حسين اوباما سره د افغانستان په اړه يو شمېر امريکايي سياستوال ځکه لږ نور هم حساس او ترېنګلي شول چې ښاغلي اوباما قدرت ته تر رسېدو وړاندې د خپلې بهرنۍ تګلارې له مخې په وار ، وار ويلي ول چې کرزی او د هغه حکومت ټول نااهله او بې کفايته دي ،خو نن دادی په هماغه خوله ښاغلي کرزي ته وار دمخه د بيا حکومت بلنه او مبارکي ورکوي٠
ښه اوس چې دغه ديموکراتيکه پروسه هم د خارجيانو اوهم د ځينو پرديپالو د لاسوهنو له کبله دې رسوايي ته راورسېده او د ناسور زخم شوو،نو څه کول په کار ؟
ايا که يوفيصد ټګي،برګي او جعل ثابت شي ،داسې څوک يا داسې قانون په افغانستان يا په نړۍ کې شته چې مرتکب يې راکش او محاکمه کړي ؟
ايا دغه بې وزله ا ولس چې کابو دا درې لسيزې د ديموکراسۍ په رنګارنګ شعارونو کې سوزي هيڅ حيثيت او وقار نلري ؟
ايا هغه کسان چې ددې ديموکراتيکې پروسې د پلي کولو له امله ترې بوزې،غوږونه او ګوتې پرې کړل شوې پدې نه ارزي چې د خپلې رايې او خوښې حکومت وويني ؟
ايا په دا دوه ، درې مليونه افغانانو کې يوازې همدغو دوو ميندو زامن زېږولي چې خامخا دې يا کرزی وي عبدالله عبدالله ؟
پورته مو د قانون يادونه وکړه او وه مو ويل چې اوس نو څه کول په کار ؟
دا چې نړۍ وال په افغانستان کې د حضور سره سره پوره واک او اختيار هم لري نو په کار ده چې دغه جابران د سپيناوي په خاطر تر نظارت لاندې محکمې ته راکاږي ،او د يوه تور او يوې کوچنۍ درغلۍ د اثبات په صورت کې يې دنقدي مجازاتو تر څنګ د ټول عمر له پاره له بيا کانديداتورۍ نه هم په قانوني ډول محروم کړي ٠ د افغان اولس رايې او ارادې ته درناوی همداسې جدي کړنې غواړي٠
جنګ ځپلی خوار افغانستان په اقتصادي لحاظ بيا د ټاکنو لوی او دروند پيټي ته اوږه نه شي ورکولای ،نه يې نړۍ وال بيا مرستې ته چمتو دي او نه يې روان سياسي او امنيتي شرايط اجابوي٠
د نننۍ ورځې غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه او ذيربط هېوادونه د ملګرو ملتونو د چتر او نظر لاندې په دوديز ډول يوشمېر قومي مشران ، علماۀ او د نظر خاوندان د ښاغلي علي احمد جلالي په مشرۍ راغونډ کړي چې په پايله کې يې يوه څلور کلنه موقته بين الافغاني اداره رامنځ ته شي ٠
دا يو روښانه حقيقت دی چې زموږ کور د بهرنيانو د منفي مداخلو او لاسوهنو په اور کې سوزي ، که همدغه بهرنيان د عادت خلاف نن يوه مثبته مداخله وکړي او د ښاغلي جلالي په مشرۍ او د بشردوست ، ډاکتر اشرف غني او دوی ته ورته ديوشمېر نورو ملي سټو په ملتيا نسبا د يوه باثباته نظام ملاتړ وکړي ،نو نه يوازې دا چې دافغانانو په کلمو کې به اوبه تودې شي بلکې د دوۍ بېړۍ به هم يو څه له توپانه په امن کې شي٠
اجمل اټک يوسفزی
ليکوال سره اړيکې wakhan@live.no

Copyright Larawbar 2007-2024