ږوب : پاکستاني چارواکو ۱۴ تنه افغان ملکيان نيولي دي

د لراوبر اداره | نوومبر 7th, 2009


دږوب په قمرالدين سيمه کي پاکستاني چارواکوڅوارلس تنه افغان ملکيان داسنادو د نه درلودلوپه تورنيولي دي.

د افغان ملکيانو د تګ راتګ اسانتياو ته د افغان چارواکو له خوا پر وخت جدي پاملرنه نه کيږي چي پدې سره د پاکستاني ملېشه وو له خوا زيات وخت افغان ملکيان د ډيورنډ پر پوله باندي د تګ راتګ پر مهال د اسنادو د نه لرلو په تور ځورول کيږي او د خوشي کولو په صورت کښي ترېنه نغدي پيسې هم په زوره اخيستل کيږي .

د يو بل خبر له مخي په کوټه کي پرمېزان څلورلاره دځواکونوپرپوسته باندې ديوه بريدپه نتيجه کي څلورداېف سي چارواکي اودرې نورکسان ټپيان سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024