دوه بهرني سرتيري وژل شوي

56 | نوومبر 9th, 2009


نړيوال سوله ساتي ځواكونه يا ايساف وايي چې تيره ورځ په افغانستان كي ددوو جلا پيښو په ترڅ كي د دوي دوه سرتيري وژل شوي
په كابل كي د ايساف ځواكونو لخوا په يوه خپره شوې اعلامه كي راغلي، چې يوه بهرني سرتيري د افغانستان په لويديځ كي خپل ژوند له لاسه وركړى خو د پيښي په اړه تفصيل نه دى وركړل شوى

په عين حال كي وايي چې يو بل سرتيرى يې د افغانستان په جنوب كي د چاوديدونكو موادو د چاودني په ترڅ كي وژل شوي دى

ددغي پيښي د دقيق ځاي په اړه هم څه نه دي ويل شوي . خو اعلاميه زياتوي چې افغان او نړيوالو ځواكونو په كندهار كي تيره ورځ يو شمېر مخالفين وژلي او يوه ډله نور يي ژوندي نيولي
طالبانو تر دي مهاله ددي پيښو په اړه څه نه دي ويلي

»

Copyright Larawbar 2007-2024