په پكتيكا كي پر اكمالاتي كتار بريد شوى

56 | نوومبر 9th, 2009


د پكتيكا ولايت د سر روضي په ولسوالي كي د دوشنبې په سهار شا او خوا پنځه بجي پر يوه اكمالاتي كتار باندي نامعلومو وسلوالو بريد كړى

د پكتيكا د والي وياند حميدالله ځواك ازادي راډيو ته ويلي چي په دغه پيښه كي د اكمالاتي كتار دوه امنيتي كسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي

ده زياته كړه كه څه هم تر دي مهاله طالبانو ددغي پيښي مسوليت په غاړه نه دى اخيستي خو دا بريد طالبانو كړى او له پيښي ورورسته كله چې امنيتي ځواكونه سيمي ته رسېدلي طالبان تښتېدلي

خو وسلوالو طالبانو تر دې مهال د پيښي په اړه څه نه دي ويلي

»

Copyright Larawbar 2007-2024