خوست : يو موټر چلوونكى ووژل شو

د لراوبر اداره | نوومبر 10th, 2009


تيره ورځ ناوخته مازديګرمهال دپاېكپ موټريوچلوونكى چې دتذكيرې له مخې دبلخ ولايت اوسيدونكى وو، د مهديخيلوكلي په سيمه كې دنه پيژاندو وسله والو لخوا دكلاشينكوفونوپه ډزو سره ووژل شو.

په سيمه كې دپېښې پرمهال شتوكسانولراوبر ته وويل چې په سراچه ډوله موټركې سپارووسله والويادشوي تن ودراوه ا ووار له واره يې په هغه ډزې وكړې چي موټرچلوونكى ځاى پرځاى ووژل شو.

دپېښې لامل روښانه ندى ،خويوه ډريور زرين خان وايي چې وژل شوي كس دعليشروولسوالۍ ته دولتي توكي انتقالول ، دى وايي چې كومه شخصي ستونزه يې نه درلوده.

تردې مهاله طالبانودپېښې په اړه څه ندي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024