د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې وياړغونډه جوړيږي

54 | نوومبر 10th, 2009


دا وياړغونډه چې د نوموړي ژبپوه، شاعر او ليکوال استاد پوهاند مجاور احمد زيار او د هيواد د وتلي او نازکخيال شاعر او ليکوال پيرمحمد کاروان په وياړ جوړيږي د ننګرهار ولايت د فرهنګيانو په ملتيا د کامې ولسوالۍ فرهنګيانو يې تابيا نيولې ده. غونډه به د راتلونکي جمعې په ورځ چې د لړم د ٢٠ نيټې سره سمون خوري، د کامې په ولسوالۍ کې د استاد محمد اصف صميم په بڼ کې جوړه شي. د يادونې وړ ده، هغه فرهګنيان چې په دې درنې غونډه کې د برخې اخيستو هيله لري، کولای شي چې د جمعې په ورځ سهار اوه نيمې بجې د ننګرهار د راډيو تلويزيون مخې ته راشي. همدلته د ترانسپورټ بند و بست شوی دی. د کامې ولسوالۍ فرهنګيان ټولو شاعرانو او ليکوالو ته بلنه ورکوي چې په دې درنې وياړغونډه کې ګډون وکړي .
په درنښت
د ننګرهار ولايت او د کامې ولسوالۍ فرهنګيان

Copyright Larawbar 2007-2024